• د ایران د لیندۍ د ۲۷ نیټې مطبوعات

د لبنان حزب ا... ویلی دی د فلسطینی ماشومانو کاڼو ویشتل د عربی هیوادونو له غونډو زیات اغیز لری

اطلاعات ورځپاڼه

 

د ملګرو ملتو امنیت شورا د قدس په اړه د ټرمپ د اقدام د غندلو پریکړه لیک جاج لپاره وړاندی کړ .

 

د داعش ترهه ګرې ډلې په کویټه کې په یوه چرچ د ترهه ګرې حملې پړه پرغاړه واخیسته .په دغه  حمله کی ۱۰ کسان مړه او کابو ۵۰ ژوبل شوی دی .

د حماس د سیاسی دفتر مشر وایی قدس پرضد به د ټرمپ فیصله اجرایی نشی .

نیوز ویک مجله د روسیې له سټراتیجۍ په یوه شننه کې لیکلی دی چی پوتین ځان د دریم نړیوال جنګ لپاره چمتو کوی .

فرانسه جامعه ایټمی موافقه یوه نړیواله اوهراړخیزه موافقه ګڼي . د فرانسې دخارجه وزارت  ویندوئې میرمن  اګنس  روماته   سپایّن   دامریکا دخنډ جوړونې په مقابل کې  یو ځل بیا  دجامعې ایټمی موافقې په نامه د ایران او ۵+۱ډلې ترمینځ  دایټمی موافقې  داجرا ملاتړ وکړ .

 هغې  پرون  په پاریس کې په خبری کنفرانس کې  ووئیل  دجامعې ایټمی موافقې په باب د پاریس   سیاست  په بشپړ ډول روښانه دی او  فرانسې تل  دهغې په دقیقې اجرا  چې  د ټولو لورو  دتائید وړ د ه ټینګار کړی دی .

  دفرانسې دغې ډیپلوماټې  ایران ته دفرانسې   دخارجه وزیر   ژان ابو لودریّن  په نزدې ورځو کې  په کیدونکی سفر  په ټینګار سره  زیاته کړې ،   له ایران سره اړونده مسئلې باید  جلا وسپړل شی  او  پاریس هیله مند دی   په بیلابیلو زمینو کې له ایران سره  خبرې اترې  رغنده  شی .

 روماته سپایّن  همداراز  دسیمه ایزې ډیپلوماسۍ  او هم دایران دتوغندوی دفاعی پروګرام په باب د ادعاګانو په تکرارولو  سره  ووئیل ، پاریس  په اندیښې سره دغه موردونه تعقیبوی .

  امریکا او دهغې متحدان  دایران داسلامی جمهوریت  توغندوی دفاعی پروګرامونه درول غواړی ، خو   تهران چارواکو  تل  دخپل  موشکی پروګرام پر د فاعی ماهیّت په ټینګار سره روښانه کړې ،  چې  دتوغندوی پروګرامونو تعقیبول  خپل هغه حق ګڼی چې  هیڅکله هم  په دې باب له چا سره خبرې  اترې نه کوی .  دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر بهرام قاسمی  په همداوروستیو کې  دایران د توغندوی دفاعی  پروګرام په باب  دخبرواترو لپاره دفرانسې   دغوښتنې په غبرګون کې  روښانه کړې ،د دغو موضوعګانو په باب هیڅکله هم خبرې اترې نه کوی .

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

د قدس شریف په اړه د ټرمپ د فیصلې پرضد په امریکا او د نړۍ په  څو نورو هیوادونو کې پراخې مظاهرې ترسره شوی دی .

د عربستان جنګی الوتکو په یمن کې د واده دستورې په ویر بدلې کړی دی . دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن په مارب ولایت کښې د واده په دستورو کابو درې ځله بمبارې وکړې چې له کبله یې لس ښځې ووژل شوی او په لسګونو نور کسان ژوبل شوی هم دی .

د سعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن دخلکو پرضد دحملو په دوام کښې په الحدیده ولایت کښې په یوه بازار هم حمله وکړه او له کبله یې درې کسان مړه او درې نور ژوبل شول . اکثره وژل شوی او ژوبل کسان  ښځې او ماشومان دی .

د اسلامی ایران خارجه وزیرډاکټر ظریف وایی ایران یمن ته د وسلو په ورسپرلو کې د امریکا ادعا ملګرو ملتو ته وړاندی کوی .

اروپا له څرګندې محاکمې پرته د عربستان د شاهزادګانو د شتمنیو  له مصادره کولو سره مخالفت وکړ .

 

دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویندوی رمضان شریف دایران پرضد په ملګروملتونو کښې د امریکا د استازی له سپکاوی ډکو څرګندونو ته غبرګون کښې ټینګار وکړ ټول پوهیږی چې یمن له پخوانی شوروی او شمالی کوریا څخه د توغندیو د جوړولو مفصل تجهیزات ترلاسه کړی او په سیمه کښې د توغندیو خاوند وو .

 

جوان ورځپاڼه

 

د لبنان حزب ا... ویلی دی د فلسطینی ماشومانو کاڼو ویشتل د عربی هیوادونو له غونډو زیات اغیز لری .

د عربستان خارجه وزیر الجیر وایی له اسرایلوسره د اړیکو د عادی کولو لپاره د لارې نقشه لرو . د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر د فرانس ۲۴ له چینل سره په مرکه کی اعتراف وکړ چی هیواد یې له صیهونیسټ رژیم سره د بشپړه ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د لارې نقشه برابره کړی ده .

الجبیر د عربستان د دغې هڅې په سپیناوی کې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د صیهونیسټ رژیم او د فلسطیم د کور واکه تشکیلاتو ترمینځ د ساز باز د ټینګولو په هکله جدی دې او امریکایان د عربستان په شمول له درستو لورو سره سلا و مشورې کوی .

د عربستان خارجه وزیر زیاته کړه تراوسه جوته نده چی ایا فلسطینیانو او اسرایلیانو لپاره د امریکا وړاندیزونه د منلو دی یا نه ، ځکه چی تر اوسه د امریکا پروګرام ندې بشپړه شوې .

د امریکا حکومت په داسې حال کی ادعا کوی چی د فلسطینانو او صیونیسټانو ترمینځ د خبرو اترو ملاتړې دې چی په وروستیو کې یې د ایراییلو رژیم د پلازمنیې په توګه د قدس په اعلانولو سره وښودله چی دغه ادعاګانې بې اساسه اوپوچې دی .

 

جواد لاریجانی ویلی دی  عربستان او صهیونېسټی رژیمونه د خپلو بشری حقوقو د خلاف ورزۍ ځواب ویونکی نه دی .

 

داسلامی انقلاب د  سپاه پاسدارانو  ویندوی سردار تورن جنرال  رمضان شریف  دایران دشمال ګلستان ولایت په مرکز ګرګان کې   له ترور پرته نړۍ نومې  سمینار کې  پخپلې وینا کې  وویل ،د آل سعود رژیم  دملاتړو په سیوری کې  د داعشی تکفیریانو   په لاس  د اسلام د پاک دین  د رحمانی څیرې  داغی کول  یوه نه بخښونکی ګناه او د دغه آسمانی دین په بدن یو دروند ګوزار ؤ .

  دپآکستان په کراچۍ کې داسلامی ایران  سرکنسول  احمد محمدی  په یولړدستورو کې    دنړۍ  دمسلمانانو ترمینځ  د اتحاد او هوښیارۍ  په ضرورت په ټینګار سره  وویل ،   داسلامی نړۍ  د ورځې مشکلاتو  دمسلمانانو ترمینځ  له تفرقې اودرزه  سرچینه  اخستې ده .

 

ټیګونه

Dec 18, 2017 12:24 Asia/Kabul
کمنټونه