• سعودي عربستان دایران پرضد دخپل سیاسي پلان او سناریو په چوکاټ کښې زیاتې پیسې لګولي دي .
    سعودي عربستان دایران پرضد دخپل سیاسي پلان او سناریو په چوکاټ کښې زیاتې پیسې لګولي دي .

دایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ هغه څه چې په اینټرنیټ کښې په وروستیو څو ورځو کښې دایران د اسلامی جمهوریت پرضد خپریږی د ایران دملت پرضد دنورو په استازی توب جنګ دی .

هغه وویل په ایران کښې دتیرو څو ورځو د بلواو په اړه پیغامونه او هشتګونه دامریکا او د سعودی عربستان او د بریتانیا په شمول د واشنګټن د ملګرو هیوادونو له داخل څخه هدایتیږی .

دایران دملی امنیت شورا سیکرټر علی شمخانی په دې خبرې ټینګار سره چې د منظم شوی بهرنۍ لاسوهنې هدف دایران دپرمختګ مخه نیول دی وویل داسلامی ایران دښمانان هڅه کوی ایران له داخل څخه دړې وړې کړی خو هیڅکله به بریالی نشی .

هغه وویل دایران خلک د امریکا او د سعودی عربستان په شمول د هغې دملګرو هیوادونو لخوا د ایران په کورنیو چارو کښې دلاسوهنې په اړه  سخت حساس دی .

دایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر  علی شمخانی دې ته په اشارې سره چې سعودی عربستان دایران پرضد دخپل سیاسی پلان او سناریو په چوکاټ کښې زیاتې پیسې لګولی دی او یوشمیر ادارې یې هم جوړې کړی دی ټینګار وکړ ال سعود د خپلو لاسوهنو په وړاندې د ایران دغبرګون او ځواب په خطرناک والی پوهیږی .

 

Jan 02, 2018 04:45 Asia/Kabul
کمنټونه