• د ایران خلکو تل په بصیرت سره د دښمنانو ځواب ورکړی دی

تازه رارسیدلي خبرونه وايي چې بیګا په ایران کښې بلواوې ډیرې لږې وې او تهران یوه کراره شپه تیره کړه.

مدني او قانونمند اعتراضونه په هر ولسواک (ډیموکراټیک) هیواد کښې خلکو حق دی او د ایران اسلامي جمهوریت هم چې د ولسواکۍ یې څلویښت کاله وشول، له دغه ډول هیوادونو مستثنی نه دی. په همدې لړ کښې د ایران یوه ډله خلکو تیره پنجشنبه د اقتصادي ستونزو په وجه په سړکونو کښې اعتراضونه وکړل او د ایران اسلامي جمهوري حکومت هم خلکو ته دا حق ورکوي چې د اقتصادي یا نورو ستونزو په نسبت سوله ایز اعتراضونه وکړي خو په خواشینۍ سره د امریکې، انګلستان او عربستان او همداشان صهیونیسټي رژيم په شان د ایران د اسلامي انقلاب دښمن هیوادونه چې د یمن، سوریې او عراق له خلکو سره په دښمنۍ کښې یې ماتې خوړلې ده، نه یوازې د ایران د خلکو له اعتراضونو ډیر خوشاله شول بلکې ځینو عواملو ته په پيسو ورکولو سره یې هڅه وکړه چې د خلکو له اعتراضونو ګټه پورته کړي او د اعتراضونو د کنټرول د ترلاسه کولو او د ایران د سپيڅلي اسلامي جمهوري نظام خلاف مظاهرو یې د هغو د اړولو کوشش وکړ. البته په اقتصادي مسائلو معترضو ایرانیانو تل خپله لاره له شخړه جوړونکو بیله ساتلې ده، لکه څنګه چې یې په دې وروستیو غلبلیو کښې هم، دغه کار وکړ او د زنجان په شان ځینو ښارونو کښې خلک د ګډوډي جوړونکو خلاف راپورته شول. د ایران خلک چې کله پوه شول چې د هیواد دښمنان یې د هغوي له اقتصادي مشکلاتو ناوړه استفاده کوي نو اوس په خپل مینځ کښې په پيسو اخیستل شوي د دښمن ګوډاګیان نه پریږدي.

رویټریز انګلیسي رسنۍ هم په خپل ټویټر اکاونټ کښې له صهیونیسټي رژيم سره په ایران کښې د ګډوډي جوړونکو په تړاو داده شوه او وړمه ورځ یې د ایران په وروستیو غلبلیو پورې د یو اړوند خبر لپاره د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو او د دغه رژيم د اطلاعاتو د وزیر کاټس انځور غوره کړی و.

جروزالم پوسټ ورځپاڼې هم پرون خبر ورکړ چې د صهیونیسټي رژيم د کابینې دفتر د رویټرز له دې کاره ګیله کړې او زرترزره یې د دغه عکس د بدلولو غوښتنه وکړه. ورپسې رویټرز هم بخښنه وغوښتله او دغه انځور یې له خبره لرې کړ. کاټس پرون سهار په ایران کښې د تخریبګرانو د اقدام ملاتړ کړی او د هغوي لپاره یې د کامیابۍ هیله وکړه او بنیامین نتانیاهو هم پرون له غلبلي جوړونکو خپل ملاتړ اعلان کړ. ګارډین انګلیسي ورځپاڼې هم په ایران کښې د وروستیو شخړو په هکله د ایران سیالان او دښمنان داسې مردار خواره بللي چې د ایران دپاسه څرخي، او خبرداری یې ورکړی چې د خپلې تمې خیال دې وساتي. دې ورځپاڼې په یو یادداشت کښې په ایران کښې د وروستیو ګډوډیو په هکله ولیکل: د ایران د حکومت کمزورې کیدل د سیمې او مینځني ختیځ د شخړو د زیاتیدو سبب کیدی شي.

البته تازه رسیدلي خبرونه وايي چې بیګا په ایران کښې بلواوې ډیرې لږې وې او تهران یوه کراره شپه تیره کړه.

تهران راډیو د ایران د وروستیو پیښو په اړه د افغانستان او سیمې د چارو د تکړه کارپوه وحید مژده نظر وپوښته چې په ځواب کښې یې وویل: ایران په دې تیرو څلویښتو کالو کښې د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره بشپړې خپلواکۍ ته رسیدلی دی او د امریکې د لاس پوڅي حکومت پرځاې یې اسلامي ولسواکي ټینګه کړې ده او امریکې او لویدیځ له همهغې ورځې، له ایران سره خپله دښمني پيل کړې ده. په دې څلویښتو کالو کښې د ایران د اسلامي نظام د نسکورولو لپاره د صدام په وختو کښې په ایران باندې د عراق د حملې، د منافقینو د ډلې د جوړولو، د شخصیتونو د وژلې او د ۱۳۸۸ کال د فتنې په شمول مختلفې دسیسې کارولې دي او اوس یې هم له مدني اعتراضونو ناوړه استفاده غوره کړې ده خو د ښاغلي مژده په وینا، وړومبی خو د ایران خلک ډیر پوه او بصیر دي چې تل یې په خپل بصیرت سه د دښمنانو دسیسې شنډې کړې دي او دویمه دا چې اسلامي نظام چې د سترو علماو او د هغوي په سر کښې د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني لخوا جوړ شوی دی، یو مینځ تشی او د استکبار لاس پوڅی نه دی چې په دې احمقانه دسیسو نسکور شي.

په پاې کښې د یو ټکي یادونه ضروري ده او هغه دا چي په وروستیو شخړو کښې د ایران خلکو او همداشان حکومتي او ولسي اموالو ته یوڅه تاوان ورسید خو یو ستر برکت یې هم درلود او هغه دا چې د ایران له شخړو د امریکې، انګلستان، عربستان او صهیونیسټي رژيم خوشالۍ او ملاتړ وښودله چې دغه هیوادونو څومره کمزوري دي او د جنګ په میدان کښې د جنګیدو توان نه لري خو هسې خوشالیږي او یوڅو کسانو ته د پيسو او تنخواګانو په وکولو سره یې هڅه کړې ده چې د خلکو له روا غوښتنو ناوړه استفاده وکړي څو شاید خپلو سپیرو اهدافو ته ورسیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

Jan 02, 2018 15:09 Asia/Kabul
کمنټونه