• ایمان،سرښیندنه او دشجاعت روح دغلیمانو د دښمنۍد اعمالیدو خنډ دی

د وروستیو څو ورځو په پیښو کې د ایران دښمنان ، د پیسو ، وسلو ، سیاست او د امنیتی ادارو پشمول په بیلابیلو آوزارونو سره پخپلو کې سره یو شول څو داسلامی نظام لپاره مشکلات رامینځةکړی .

د اسلامی انقلاب د  معظم لارښود ددفتر  د راپور په اساس . حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  نن  دشهیدانو له یوشمیر محترمو کورنیو سره  په اونیزې کتنې کې  د ایران دملت  عزت ،،امنیت او پرمختګ  د   شهیدانو د   سرښیندنې  او له ځانه  د تیریدا پامته داره وبالۀ .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  وروستیو پیښو  او  د ایران په اسلامی  نظام دګوزار لپاره د دښمنانو هڅې  ته په اشارې سره   وفرمائیل ،  هغه څه چې  د   دښمن  او د هغو د  دښمنۍ د اعمالیدو  خنډ دی ، په ملت کې  د ایمان ، سرښیندنې  اوشجاعت  د روح  شته والی دی .

 دوی همداراز دې حقیقت ته  په اشارې سره چې  دښمن تل  دایران په ملت  د ګوزار کولو  لپاره په فرصت او خارپار پسې  دی ،   روښانه کړې ،   د وروستیو څو ورځو په پیښو کې  د ایران دښمنان  ، د پیسو ، وسلو ، سیاست او د امنیتی ادارو پشمول په بیلابیلو آوزارونو  سره  پخپلو کې سره یو  شول  څو    داسلامی نظام لپاره مشکلات رامینځةکړی .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د دښمنانو د  دښمنۍ  د اعمالیدو  په مخنیوی کې  د سرښیندنې  او شجاعت   د  روحیې  مهم رول ته په اشارې سره ، شهیدان، د دغې روحیې اومجاهدت  بشبړ نمونې وبللې  او وې فرمائیل ، دایران ملت تر ابد پورې  د   هغو خوږو شهیدانو  پامته  داره دی  چې    له خپلو کورنیو او کورونو سره  ئې ګروهنې پریښودلی   او د هغه خبیث  دښمن  په مقابل کې  دریدلی  چې      د ختیځ او لویدیځ او دسیمې دمرتجعینو  له خوا ئې بشبړ ملاتړ کیږی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود   دشمالی افریقا او لویدیځی آسیا سیمې  دځینو هیوادونو   افسوسناک  وضعیّت  یاد کړ او  وې فرمائیل  که    په تپلی جنګ کې  د بعثی د ښمن پښه   ایران ته راغزیدلی وائ  ، نو  په هیڅ شی به ئې رحم نه کاوه  او  دایران لپاره  د  لیبیا اوسورئې   له نننی وضعیّته هم  لابدتر  حالات رامینځةکیدل .  

 

ټیګونه

Jan 02, 2018 16:27 Asia/Kabul
کمنټونه