• د ایران په کورنیو چارو کښې د امریکې په مداخلت په سیمه کښې ردعملونه

سوریې، ترکیې، عراق او لبنانی او فلسطینی ډلو د ایران په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنه وغندله.

د تېرې هفتې د زیارت له ورځې د ایران په څو ښارونو کښې یو شمېر خلقو په غونډېدو او نعرو په وهلو سره  د مالی موسسو د مال بائیلونکو د برخلیک په نه ټاکل کېدو، د ځینو څیزونو په ګرانۍ او د حکومت د څارنۍ په کمزورۍ اعتراض وکړ چې دغه غونډې د فرصت طلبو او بلوه ګرو لخوا له تاوتریخوالی سره مخامخې شوې.

امریکائی او صهیونېسټی چارواکو او اغیارو رسنیو له دغو ولسی غونډو څخه په ناوړې استفادې سره کوشش وکړ چې دغه غونډې د ګډوډۍ او تاوتریخوالی لوری ته بوځی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران په کورنیو چارو کښې د امریکې او صهیونېسټ رژیم لاسوهنه وغندله او هغه یې د سیمې د امنیت او ثبات په ګډوډولو کښې د هغوی د تخریب کونکی رول دوام وبلۀ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په ایران کښې د وروستیو د الوګلو په غبرګون کښې د یوې بیانیې په جاری کولو سره وویل، د ایران امنیت، ثبات او ارامښتد ترکیې لپاره ډېر مهم دے.

همدارنګ

د عراق د اسلامی  اعلی جرګې هم په یوې بیانیه کښې د سیمې دهېوادونو په خلاف د بهرنیو سیاسی او رسانه ای مداخلتونو په غندلو سره تاکید وکړ، د ایران رهبری، حکومت او ملت به ډېر زر د امریکې او صهیونېسټ رژیم دسیسو ته ماتې ورکړی.

د لبنان العمل اسلامی محاذ هم په یوې بیانیه کشې د ایران په ځینو ښارونو کښې د بلوه کونکو د اقدام په غندلو سره دا د لویدیځ د څرګند مداخلت نښه او د ایران له اسلامی جمهوریت سره د مقابلې لپاره د سیمې د ځینو رژیمونو کوشش وبلۀ.

د لبنان  د اسلامی توحید غورځنګ هم په یوې بیانیه کشې وویل د ایرن ملت به په خپلې حکیمانۍ رهبرۍ سره یو ځل بیا  د امریکې، اسرائیلو او بدخواهانو په دسیسو باندې کامیاب شی.

د فلسطین د ازادۍ خلق محاذ هم په یوې بیانیه کښې تاکید وکړ: ایران ته د نفوذ لپاره د امریکائی او صهیونېسټی خیال پردازۍ به ماتې وخوری او فلسطین له خپلو ټولو مجاهدو ځواکونو سره د ایران د اسلامی جمهوریت ترڅنګه ولاړ دے.

 

ټیګونه

Jan 02, 2018 20:24 Asia/Kabul
کمنټونه