• د اسلامی انقلاب د دښمنانو د نوې دسیسې په خلاف د ایران د ملت خپل جوشه لاریونونه

د ایران خلقو په زیاترو ښارونو کښې د پراخو لاریونونو په جوړولو سره د عمومی اموالو به تخریبولو کښې د دښمنانو او بلوه ګرو فرصت طلبو له نوې دسیسې څخه خپله کرکه څرګنده کړه.

د ایران خلقو نن د دهلران، ایلام، اهواز، ایذه، لرستان، همدان، کرمانشاه او اصفهان په شمول په زیاترو ښارونو کښې په پراخو لاریونونو کښې په ګډون سره د دښمنانو نوې  دسیسه او د هغوی ړنده فتنه وغندله او د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ اېښودونکی امام خمینی (رحّ او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له ارمانونو او آئیډیالونو سره یې خپله ژمنه او تړون نوے کړ.

لاریون کونکو همدارنګ د مړه دې وی امریکه او مړ دې وی اسرائیل په نعرو وهلو سره د ایران په ځینو ښارونو کښې د ناارامیو او بلو د ختمولو غوښتنه وکړه.

په دغو لاریونونو کښې شرکت کونکو د ایران له چارواکو وغوښتل له اقتصادی مفاسدو سره دې په جدی توګه چلند سره د خلقو د اقتصادی مشکلاتو په تېره بیا د بې روزګارۍ د مشکل د هواری په فکر کښې شی.

په ځینو ښارونو کښې د بلوو په غندلو کښې د ایران د خلقو خپل جوشه لاریونونه به سبا او ځینې نور د جُمعې په ورځ هم کیږی.

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 13:25 Asia/Kabul
کمنټونه