• په ایران کښې د وروستيو اعتراضونو او بلواؤ پټ او څرګند اړخونه

په څو وروستیو ورځو کښې د ایران په ځینو ښارونو کښې په ګرانۍ، د بیکارۍ په دوام او بدې معیشتي وضعې او هم په مالي موسسو کښې د مال بایلونکو په شکایتونو باندې په غور نه کیدو باندې په اعتراض کښې یولړ اعتراضونه او راغونډیدنې وشوې.

دا اعتراضونه په ځینو سیمو کښې په نښتو او د اموالو او ودانیو د خرابیدو سبب شول او د خپرو شویو خبرونو له مخې یوشمیر کسان هم پکښې مړه او ژوبل شول.

دې پيښو ډیرې پوښتنې او ګمانونه هم په ځان پسې لرلي دي. ډیرو پردیو خبري چینلونو او رسنیو په واشنګټن او ریاض کښې د معلومو عناصرو لخوا له پرله پسې ټویټونو سره هم مهاله تراوسه هڅه کړې ده چې له دې بهیره په ګټه پورته کونې سره هغه د نظام د اصل خلاف د یو پلان شوي او پرزونکي حرکت تر کچې پرمخ بیوځي.

د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ واخلې د سپينې ماڼۍ د بیانیې تر صادریدا پورې، د ایران د ولس د قسم خوړلو دښمنانو هرکلی له دې پیښو د هغوي د خوښۍ ښودنه کوي.

مهمه پوښتنه دا ده چې دې پيښو ته څرنګه او د کومې فرضیې په اساس باید وکتل شي؟ آیا د دې اعتراضاتو شدت دومره دی چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام ځینې دښمنې ټولنې یې القاء کوي؟ او یا دا چې د یوې بلې فرضیې له مخې دا مسئله باید له بهر څخه یو لارښوونه شوی بهیر وګڼو چې په اقتصادي او اجتماعي اړخ کښې په داخلي ستونزو پورې هیڅ اړه نه لري او دا ځل به ترې هم د تیر په څیر واوړو او پرې برلاسي به شو؟

خو دریمه فرضیه دا ده چې مسئله نه بیخي (توره) او نه یې (سپينه) وګڼو بلکې پکار دي نورو خړو پردو ته یې هم پام وشي. له المیادین چینل سره په مرکه کښې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني پرونۍ څرګندونې د دې شبهو او فرضیو یو ځواب ګڼلی شو.

هغه د دې پیښو په څیړنه کښې ټینګار وکړ، دا څه چې په دې وروستیو ورځو کښې په انټرنیټ او مجازي فضا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف رامینځته کیږي، د ایران د ولس خلاف یو نیابتي جنګ دی چې د ایران په حالاتو پورې د اړوندو پيغامونو او هشټیګونو په چوکاټ کښې له امریکې، انګلستان، عربستان او ځینو نورو هیوادونو څخه لارښوونه کیږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د پلان شوې بهرنی لاسوهنې موخه د ایران د پرمختګ مخنیوی دی او په دې وجه هڅه کوي چې هیواد له دننې څخه مات کړي.

شمخاني البته د دې اعتراضونو د علتونو او عواملو په څیړنه کښې له اقتصادي حالاتو د خلکو نارضایتۍ ته هم اشاره وکړه.

د اسلامي انقلاب تجربه ښودنه کوي چې بهرني ګواښونه او په غیراقتصادي برخو کښې موجود زیانونه د هیواد لپاره د موثرې ګواښ جوړونې قدرت نه لري. په داسې حال کښې چې اقتصادي برخه او د تولید او اشتغال د فضا ښه کولو ته بې پامي د ټولنې د تاواني کیدو سبب کیدی شي.

شک نشته چې د ستونزو او بې پامۍ بیان په دې لړ کښې د خلکو حق او د ټولنې د ترقۍ ښودنه کوي. په دې کښې هم شک نشته چې په اسلامي جمهوري نظام کښې د خلکو د ستونزو د بیان او د غوښتنو د تعقیبونې لپاره قانوني لارې چارې او ظرفیتونه په اساسي قانون کښې د یو مهم اصل په توګه شته دي. د نارضایتۍ د څرګندولو لپاره د غونډو جوړول هم د ټولنې یو اساسي حق دی او خپله قانوني لاره لري.

په دې لړ کښې بل مهم ټکی په اقتصادي فسادونو باندې غور کښې د قضائیه قوې د کړچار طریقه او په پارلیمان کښې د خلکو د استازو رول دی چې قاعدتاً د خلکو د حقوقو د دفاع او د اندیښنو د ختمولو او له تنګسو د وتلو لپاره د اړتیاوړ قوانینو د برابرولو او د لاروچارو د وړاندې کولو لپاره د مجریه قوې ترڅنګ فعالیت کوي.

په دې لړ کښې د ستونزو او د مسائلو د ماهرانه نقد په منعکسولو کښې د رسنیو رول هم د ډیرو شکونو مخه نیولی او د ناسمو ګونګوسو ځواب ورکولی شي. دا ټول عناصر د غلطې او سمې لارې په پيژندنه کښې مرسته کوي. په عین حال کښې د دې ټولو مولفو ترڅنګ، له بهرنیو خرابونکو بهیرونو هم غفلت نه دی پکار. یعنې له هغه بهیره چې د ایران په ځینو ښارونو کښې یې د تیرو پنځو ورځو د ترخو پيښو لارښوونه کوله.

له دې امله د دې پيښو په څیړنه او د هغو د پټو او څرګندو اړخونو په پيژندنه کښې باید د معیشتي ستونزو او له اجرايي مسئولانو او حکومت څخه د خلکو د حقیقي غوښتنو او د ایران د ولس د دښمنانو د اهدافو ترمنیځ پوله، له یوبله بیله شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

Jan 03, 2018 14:07 Asia/Kabul
کمنټونه