• د ملګرو ملتو د بشری حقوقو او اروپائی چارواکی د ایران د بلوو د هدایتولو لپاره د لویدیځ-عربی عملیاتو له مرکزونو پرده اوچته کړه

د اروپا د امنیت او اطلاعاتو د ادارې مشر په ډاګه کړه د عراق د کردستان په اربیل او د افغانستان په هرات کښې د لویدیځ او اسرائیلوپه لوړ رتبه افسرانو او د ځینو عربو هېوادونو په نمائندګانو مشتمل د عملیاتو دوه مرکزونه د کورنیو عناصرو په شتون سره په ایران کښې د بلوو چلول په غاړه لری.

د لبنان النشره سائیټ ولیکل: د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د عالی کمېشنرۍ د مېنځنی ختیځ کمېشنر او د اروپا د امنیت او اطلاعاتو د ادارې مشر هېثم ابو سعید وویل: د ایران په لویدیځو سیمو کښې د بلوو هدایتول دعراق په اربیل کښې د دغو تحرکاتو د دریو اصلی مسئولانو او د فارس خلیج د څڼدې د یو هېواد د یو نمائنده په ملګرتیا په لویدیځ، اسرائیلی او عربو لوړ رتبه افسرانو مشتمل یو پلاوے په غاړه لری.

ابوسعید زیاته کړه، دویم مرکز هم د افغانستان په هرات ښار کښې د ایران په ختیځ کښې د ناارامیو هدایتول په غاړه لری او پکښې د جیش العدل نومې ډلګۍ د یو نمائنده او د ایران په داخل کښې د یو شمېر عناصرو په ملګرتیا د اسرائیلو او عربو په افسرانو مشتمل یو پلاوے فعال دے.

د ملګرو ملتو د بشری حقوقو دغه چارواکی تاکید وکړ چې دغه بلوې او د هغو هدایتول د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور چې په نورو هېوادونو کښې لاسوهنه جائزه نه بولی څرګنده خلاف ورزی ده.

 

Jan 03, 2018 16:19 Asia/Kabul
کمنټونه