• داسلامی ا یران په ضد نوی فتنه  هم ناکامه شوې ده

دایران شجاع او میړنی ملت نن دایران په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې په میلیونی پراخو لاریونونو په جوړولو سره دعمومی ځایونو په تباه کولو کې د بلوه ګرو فرصت غواړو او داسلامی ا یران د دښمنانو له نوی دسیسې خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړې ده .

دایران داسلامی ا نقلاب  دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  سردار محمد علی جعفری  نن  په تهران کې زمونږ له خبریال سره په خبرو کې  د نوی فتنې د  کرښې  د ماتولو په اعلان سره  ټینګار وکړ ، دایران  بصیر او پوه ملت  له بلوه ګرو ،تالی څټو  او غولیدلو څخه خپله لاره   جلاکړې  څو  داسلامی  نظام په ضد یوه بله فتنه  هم ماته وخوری .

 دایران  شجاع او میړنی ملت  نن  دایران په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې  په میلیونی  پراخو لاریونونو په جوړولو  سره   دعمومی ځایونو په  تباه کولو کې د بلوه ګرو فرصت غواړو او داسلامی ا یران  د دښمنانو  له نوی دسیسې  خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړې ده .

   سردار محمد علی جعفری  همداراز پخبلو خبرو کې  ووئیل ،  دایران  په ورسوتیو بلواؤ کې  دفتنه ګرو  او دهغوی داربابانو  یو اصلی پرورګرام  دعامو خلکو وژله  وه او  غوښتل ئې  د  بې ګناه او عامو خلکو وژل  د ایران دحکومت په غاړه  ورواچوی  چې  دایران د  ولس په بصیرت، پوهې  ځیرتیا او  امنیتی چمتووالی سره   د دښمن  یو ځل بیا یوه بله ناکامی هم تجروبه کړه .

   داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان   همداراز ووئیل ،  ډیر هغه بلوه ګر  چې  دفتنې په مرکز کې   وو ، ټول  ټرین شوی  منافقین او داسلامی  انقلاب ضد ګوډاګیان  وو چې پیژندل شوی او نیول شوی دی .

 سردار جعفری   دایران له ولس سره  د امریکا،لویدیځ او صهونیسټآنو  دروغجنو دوستیو او له فتنه ګرو سره   دهغوی یو ځآی کیدا ته په اشارې سره  روښانه کړې ، که  دغه دروغجن  دایران  د خلکو په فکر کې وای او زړه سوانده وائ ، نو  هیڅکله  به  ئې دایران    مظلوم ولس بایئکاټ کړی نه  وائ .

 داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان   په دې خبرې سره چې  دښمنان پوهیږی ،  هیڅکله هم   ا یران   له دفاعی پلوه نشی ګواښلی ، ټینګار کړی ؛  د ښمنانو   خ پله ټوله پانګه  د سپیڅلی دفاع له پړاوه وروسته  دایران په ضد د  کلتوری ،اقتصادی او امنیتی  ګواښونو  دعملی کولو لپاره  لګولې ده چې  د خداوندمتعال په مهربانۍ اومرستو سره  په دې زمینې کې ئې  هم  ماته حتمی ده . 

 

Jan 03, 2018 19:46 Asia/Kabul
کمنټونه