•  دایران هوښیار ولس اوپولیسو دبلواګرو په وړاندې ښه عمل کړی

په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدی نژاد هم نن پخپل ټولنیز چینل کې دیوه پیغام په خپرولو سره له بلوه ګرو په ملاتړ کې د لویدیځوالو په دوه ګوڼو معیارونو په سختو نیوکو سره ، د تاؤتریخجنو بلواؤ په مخنیوی کې د حکومتونو په فوری اقدام او د رسنیو په مسئولانه چلند ټینګار کړی دی .

دایران د اسلامی جمهوریت دپولیسو قوماندان  سردار تورن جنرال  حسین اشتری  هم  نن  په یولړ څرګندونو کې   په ایرن کې دوروستیو بلواؤ  ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  دایران هوښیار ولس اوپولیسو  د بلواګرو په وړاندې  ښه عمل کړی او  توانیدلی دی ،  داسلامی انقلاب ضد ډ لې  کنټرول کړی .

 هغه   همداراز  ووئیل په تیرو څو ورځو کې  په ایران کې د  اقتصادی مشکلاتو په چورلیزتو بسره  یو شمیر  غونډې او اعتراضی مظاهرې شوی  دی ، او  انقلاب ضد ډلو ورځینی سملاسی  له دغې فضا په ناوړه ا ستفادې سره  داعتراضونو  په څپو په سواریدو سره  بلواؤ ته مخه کړې ، خو  دایران  هوښیار  او ځیر ولس  ډیر زر  له هغوی  خپلې کرښې  جلاکړی او  یو ځل بیا ئې ناکام کړی دی . سردار اشتری  زیاته کړې  یو  هغه دلیل چې    داسلامی انقلاب دښمنانو او  مخالفو  ډلګۍ  غواړی ،  دایران  امنیت ته تاوان  ورسوی ،   دایران د اسلامی  جمهوریت  مثال ورکونکی امنیت دی .  

 همدرااز  په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدی نژاد  هم  نن  پخپل ټولنیز چینل  کې  دیوه پیغام په خپرولو سره   له بلوه ګرو  په  ملاتړ کې د لویدیځوالو  په دوه ګوڼو معیارونو په سختو نیوکو سره ،   د  تاؤتریخجنو بلواؤ   په مخنیوی کې  د حکومتونو  په فوری  اقدام او د رسنیو  په مسئولانه چلند ټینګار کړی دی .   بعیدی نژاد  زیاته کړې ،  ټول حکومتونه او خبری  او ټولنیزې  رسانۍ  هم باید مسئولانه عمل وکړی  او  تاؤتریخجنو بلواؤ ته دې لمن نه وهی .

 په ایران کې  د وروستیو بلواؤ او ورانکاریو په خلاف  نړیوال انعکاسونه هم هماغه راز دوام لری ،  د عراق د  ولسمشر  مرستیال  نوری مالکی او د  دغه هیواد دپارلیمان دمشر مرستیال  همام حمودی  او دغه راز یوشمیر نور عراقی چارواکو او دلبنان د حزب ا...،ولسی غورځنګ  دعمومی منشی  شیخ نعیم  قاسم   دایران په ضد بهرنۍ دسیسې ماته خوړلی بللی  او  دایران په  چارو کې ئې هرډول  بهرنۍ لاسوهنې  په کلکه محکومې کړی دی .

 دوی په جلاجلا خبرتیاؤ کې  وئیلی ،  دحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  په  هوښیارې آوځیرې  رهبرۍ ، ددوی  په دوراندیشۍ اوحکمت  او دغه راز دایران دملت په کلک هوډ اوارادې سره  دایران د اسلامی جمهوری نظام  په ضد داخلی اوبهرنۍ دسیسې   شنډیږی .  دوی همداراز   په ایران کې وروستۍ بلواوې  د  امریکال اواسرائیلو  پلانونه وبلل او ټیڼګار ئې کړی ،  دغه دسیسې   دسیمې د هیوادوننو    له ناکراره کولو او  د ګډوډیو  له رامینځةکولو پرته بل هیڅ  هدف نه لری  چې  دسیمې  دهوښیارو او ځیرو حکومتونو اوملتونو په  غږملتیااو ځیرتیا سره به  په بشپړ ډول ناکامې شی .

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 20:21 Asia/Kabul
کمنټونه