• د بلواګرو په ضد دایران د ولس خودجوشه اعتراضونه هماغه راز دوام لري

د تهران او قم خلک سبا هم د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته یو ځل بیا یوځل بیا په میلیونی لاریون ترسره کولو سره له بلوه ګرو اود هغوی له اربابانو خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کوی .

دایران په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې  د بلواګرو او ورانکارو په ضد  ولسی  خود جوشه  اعتراضونه هماغه راز دوام لری  او  په باب  نن هم  په مشهد سپیڅلی ښار کې په  لکونو   خلکو ، له شهدا چوکه د حضرت امام رضا علیه السلام دسپیڅلی حرم په لور  په پرتمین لاریون جوړولو سره   په ایران کې  د ورستیو بلواؤپه ضد  چې  دامریکا ،صهونیسټ رژیم  او آل سعود رژیم  په ملاتړ سره شوی ، خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ. 

 په دغه پرتمین لاریون کې   خلکو؛ مړه دې وی امریکا ،مړ دې اسرائیل  او آل سعود  په څیر  دشعارونو په ورکولو سره  دایران داسلامی جمهوری نظام څخه  خپل ملاتړ  اعلان او   له نړیوال استکبار سره ئې  دمبارزې پر دوام ټینګار وکړ. داپه داسې حال کې دی  چې د ایران په زیاترو ښارونو کې  میلیونی خلکو  د بلواګرو اوتالی څټو په ضد د خپلې کرکې اونفرت  نندارې ته  دوړاندې کولو لپاره له تیرو څو ورځو راهسې  اعتراضیه لاریونونه پیل کړی او هماغه راز دوام  لری  او ټاکل شوې ده ، د تهران او قم   خلک   سبا هم د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته یو ځل بیا یوځل بیا  په میلیونی لاریون ترسره کولو سره   له بلوه ګرو اود هغوی له اربابانو  خپله   کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړی .

 

Jan 04, 2018 12:50 Asia/Kabul
کمنټونه