• دایران توغندوی دریځ  عاقلانه دی

ډونالډ ټرمپ پرون دایران د ایټمی بندیزونوځنډیدا یو ځل بیا دیوسل شلو ورځو یعنی تر درو ورځو پورې تمدید کړه ، خو وې وئیل چې د دغه بهیر دوام دجامعې ایټمی موافقې په باب د دهغه دخوښې بدلون له اعمالیدو سره مشروط دی . دامریکا د انرژۍ د وزارت سلاکار په جامعې ایټمی موافقې کې د د ټاکل شوی وخت په باب دهغې دخبرواترو پیچلتیاؤ ته په اشارې سره ، په دې باب هرډول بدلون تقریبا ناممکن وبالۀ .

د امریکا د انرژۍ  وزارت سلاکار  متیو بن  له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې  دایران د توغندوی  فعالیتونو په باب وئیلی دی ،  ایران  په یوه عاقلانه اقدام کې   وئیلی دی ،  چې  له حه دپاسه دوه زره کلومیټر زیات واټن سره  ویشتونکو توغندیوته اړتیا نه لری .

 د هارورډ پوهنتون دغه استاذ  هیله څرګنده کړې ، چې ایران   او ۵+۱ ډله هیوادونه  وتوانیږی ،    داسې موافقې ترلاسه کړی ، چې  په هغو کې ایران  په دفاعی زمینو کې خپلو روا غوښتنو ته ورسیږی . 

   متیو بن   له ایران سره د  شوی ایټمی موافقې  په مادو کې د بدلون لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دهڅې په باب  هم وئیلی دی ،  په جامعې ایټمی موافقې کې  په بشپړ ډول روښانه شوې ده چې  ایران  دیورانیمو د پخولو اجازت لری ، پر دې ا ساس ،  دایران   د په رسمیّت پیژندل شوی  دغه حق ته په پام سره ، دغه هیواد  پخپله باید فیصله وکړی  چې  د ګتې او لګښت په اساس تر کومه حده ،  یورانیم پخولی شی .

   ډونالډ ټرمپ  پرون   دایران د ایټمی بندیزونوځنډیدا  یو ځل بیا  دیوسل شلو ورځو یعنی تر درو ورځو پورې تمدید کړه ، خو وې وئیل چې  د دغه بهیر دوام  دجامعې ایټمی موافقې  په باب د  دهغه دخوښې  بدلون   له اعمالیدو سره مشروط دی .

 دامریکا د انرژۍ د وزارت سلاکار   په جامعې ایټمی موافقې کې د  د ټاکل شوی وخت په باب   دهغې دخبرواترو  پیچلتیاؤ ته په  اشارې سره ،   په  دې باب هرډول بدلون  تقریبا ناممکن وبالۀ .

 

Jan 13, 2018 19:09 Asia/Kabul
کمنټونه