• اسلامی ایران هیڅ ډول خطره نه ګواښی

کیومرث حیدری وئیلی دی ، داسلامی ایران وسلوال پوځ د دښمنانو د هر ډول ګواښ ځواب وئیلو ته تیار دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دمځکنی ځواک  قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری  دایران  په  کردستان کې  نن په یولړ څرګندونو کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  په پوځی اړخ کې  اسلامی ایران  هیڅ ډول خطره نه  ګواښی ، روښانه کړې ؛ دایران داسلامی جمهوریت پوځ  په خورا لوړه سویه  تیارسی دی .

  کیومرث حیدری  وئیلی دی ، داسلامی ایران وسلوال پوځ  د دښمنانو   د هر  ډول  ګواښ   ځواب وئیلو ته تیار دی . 

  داسلامی ایران د پوځ دمځکنی ځواک  قوماندان  زیاته کړې ، دایران وسلوال پوځ  به هر هغه دښمن ته  چې  وغواړی ، د ایران په ضد  کوم خوځښت  ولرل شی ،غاښ ماتونکی  او پریکنده ځواب ورکړی .

 

Jan 13, 2018 19:40 Asia/Kabul
کمنټونه