• امریکا  دایران په ضد دهیوادونو داجماع دترلاسه کولو  هڅه کوی

په ملګروملتو کې د امریکا استازې نیکی هیلې دایران په ضد دکړچار او د دغه هیواد د جنجال جوړونو په دوام کې یو ځل بیا وئیلی دی ، واشنګټن به احتمالا دجامعې ایټمی موافقې له چوکاټه بهر د ایران دتوغندوی فعالیتونو په ضد ځینی اقدامات وکړی .

نیکی هیلې  بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره هیله ښودلې  په زمینې کې د   واشنګټن  هلې ځلې دنورو هیوادونو له ملاتړه  برخمنې شی . نیکی هیلې    د وسلوالو بندیزونو ، له ترهه ګرۍ د  ملاتړ او دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ په باب  دایران په ضد  دتیرو  تورونو  په بیا تکرارولو سره ، زیاته کړې ،  دایران په ضد ټول اقدامات  د ایټمی موافقې  له چوکاټه بهر  غوره کیدلی شی .

 په ملګروملتو کې دامریکا استازې  مدعی شوی چې که  په دې زمینې کې  د امریکا دخوښې اجماع  ترلاسه نه کړائ شی ، نو په دې معنا ده چې  دایران  ایټمی  موافقه  سولې  ته درسیدا لپاره  یو خنډ دی .

 

ټیګونه

Jan 13, 2018 19:45 Asia/Kabul
کمنټونه