• دایران دتیلی کشتۍ د عملې دژغورنې لپاره دې ټول امکانات وکارول شی

ډاکټر روحانی زیاته کړې ، ضروری ده دایران دخارجه وزارت په لازیاتې پیشتیبانۍ اوخبرواترو په دوام سره دې د چین د حکومت د ملګرتیاؤ دچټک کولو او له ګاونډیو هیوادونو دتیلی کشتۍ د عملې د وضعیّت په باب د اطلاعاتو د فوری ترلاسه کولو لپاره دې هیڅ هڅه ونه سپمول شی .

 زمونږخبریال د ولسمشرۍ د دفتر   د مطبوعاتی ادارې  دیوې فوری خبرتیا په صادرولو سره  وئیلی دی ، داسلامی ایران ولسمشر  حسن روحانی   د ایران دتیلی کشتۍ  په وضعیّت  د څیړنیز کمیشن  له مسئول او دکار او ټولنیزو چارو له  وزیر  علی ربیعی  سره په ټیلیفونی خبرو کې  ټینګار کړی ،  د  دغې تیلی کشتۍ  د  خدمت کونکو   د وضعیّت او  ژغورنې  په باب د فوری اطلاعاتو لپاره دې  ټول  لازم   امکانات اواقدامات وکاروی.

   ډاکټر روحانی  زیاته کړې ، ضروری ده   دایران  دخارجه وزارت  په لازیاتې پیشتیبانۍ اوخبرواترو په دوام سره   دې د چین د حکومت د ملګرتیاؤ دچټک کولو او  له ګاونډیو هیوادونو  دتیلی  کشتۍ د عملې  د وضعیّت  په باب د اطلاعاتو د فوری ترلاسه کولو لپاره   دې هیڅ هڅه ونه سپمول شی .

داسلامی ایران ولسمشر همداراز  له علی ربیعی  د پیښې د مستقیم اوفوری راپور      د ورلیږلو په غوښتنې سره  وئیلی دی ، ډاډمن دې شی ، چې  په لومړنی فرصت کې دې  ایرانی  چینی مرستندویه پرسنل  د مرستندویه  اوبشپړونکو اقداماتو لپاره تیلی کشتۍ ته ځان ورسوی . 

 

Jan 13, 2018 20:00 Asia/Kabul
کمنټونه