• د قدس په هکله د امریکې ستره غلطي به نتیجه ور نه کړي

داسې فکر نه دی پکار چې ګني له صهیونیسټ رژيم سره مقابله هیڅ ګټه نه لري بلکې د خدای پاک په اِذن او مهربانۍ به د صهیونیسټي رژيم په مقابل کښې مجاهدتونه نتیجې ته ورسیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قدس په هکله د امریکې وروستی اقدام (ستره غلطي) وبلله او ویې ویل: هغوي به د داسې کار توان ونه لري او د هغوي هلې ځلې به نتیجې ته ونه رسیږي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن مازیګر د اسلامي هیوادونو په دیارلسمه بین المجالس غونډه کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې، د فلسطین موضوع د اسلامي دنیا د مسائلو په سر کښې وبلله او زیاته یې کړه: د فلسطین په مسئله کښې درې پيښې یعنې (د خاورې نیول)، (د خلکو ډله ایزه او میلیوني جلا وطني) او (ستر بشري قتل عام او جنایت) رامینځته شوي دي چې دا ظلم په تاریخ کښې ساری نه لري.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د فلسطین دفاع د ټولو دنده وبلله او ټینګار یې وکړ: داسې فکر نه دی پکار چې ګني له صهیونیسټ رژيم سره مقابله هیڅ ګټه نه لري بلکې د خدای پاک په اِذن او مهربانۍ به د صهیونیسټي رژيم په مقابل کښې مجاهدتونه نتیجې ته ورسیږي لکه څنګه چې د مقاومت بهیر د تیرو کلونو په پرتله پرمختګ کړی دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: کوم حکومتونه چې په سیمه کښې د امریکایانو مرسته او له صهیونیسټي رژيم سره ملګرتیا کوي څو په مسلمانو وروڼو ظلم وکړ، څرګند خیانت کوي، کوم کار چې سعودیان کوي.

هغوي په دې خبرې سره چې صهیونیسټانو یوه ورځ ( له نیل نه تر فراته) شعار ورکوه خو اوس د خپلې ساتنې لپاره دیوال وهلو ته اړ شوي دي، ټینګار وکړ: بې شکه چې فلسطین ( له بحر نه تر نهره) یوه ټولګه او تاریخ دی او قدس یې پلازمینه ده او په دې حقیقت کښې د هیڅ اندیښنې امکان نشته.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په بین المجالس غونډه کښې د میانمار او کشمیر د مسائلو مطرح کیدو او په عین حال کښې په دغه غونډه کښې د یمن او بحرین د ډیرو مهمو مسائلو له طرحې غفلت ته په اشارې سره وویل: نه دي پریښودل پکار چې د لویدیځ خطرناکه تبلیغاتي امپراطوري چې زیاتره د صهیونیسټانو په لاس اداره کیږي، د اسلامي نړۍ مهم مسائل ناڅه وګڼي او د چپتیا په دسیسې سره د اسلامي امت اصلي مسائل ورک کړي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي هیوادونو د ګډو هلوځلو او سازګارۍ په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: اجازه نه دي ورکول پکار چې په اسلامي دنیا کښې اختلافات، وینه تویونه او جنګ چې اصلي عاملان یې امریکایان او صهیونیسټان دي، د صهیونیسټي رژیم لپاره یوه امنه څنډه برابر کړي.

دوي (د بشري حقوقو) په ملاتړ کښې د امریکې ادعا ته په اشارې سره وویل: کوم کس چې نن د امریکې ولسمشر دی، د دغه هیواد دریځونه ډیر څرګند او بربنډ اعلانوي، البته تیرو هم همدا دریځونه درلودل خو داسې په جار به یې نه اعلانول او د دې دریځ څرګنده نمونه، د افریقې، لاتینې امریکې او نورو توکمونو په هکله د هغه وروستۍ وینا ده چې د بشري حقوقو خلاف اقدام مصداق دی، نو په دې وجه دا دروغې ادعاوې باید رسوا او ایشوا شي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د امریکې د حکومت یوه بله غیرحقیقي ادعا له ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع وبلله  او زیاته یې کړه: باید د حقایقو په بیانولو او د دې ادعاو د دروغوالي په ډاګه کولو سره بهیر جوړونه وشي او د خلکو عامه افکار او پوهان تر تاثیر لاندې راوستی شي.

 

Jan 16, 2018 20:27 Asia/Kabul
کمنټونه