• بایکاټ له هیوادونو سره دمقابلې لپاره سمه روده نه ده .
    بایکاټ له هیوادونو سره دمقابلې لپاره سمه روده نه ده .

مهر خبری اژانس راپور راکړی دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی پرون په تهران کښې د قطر د پارلمان له مشر احمد بن عبدالله بن زاید ال محمود سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دواړه هیوادونه له یوبل سره دوستانه او تاریخی اړیکې لری ډاګینه کړه دایران اسلامی جمهوریت دغه دوستۍ ته پاې بند دی .

دایران دپارلمان مشر دقطر په ملت او حکومت  د هرډول دباو په راوستلو نیوکه وکړه او ویې ویل دایران اسلامی جمهوریت په هغو شرایطو چې د سعودی عربستان او دهغه د ملګرو هیوادونو د ظالمانه بایکاټونو په دلیل د قطر لپاره رامینځته شوی دی خپه دی .

دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی وویل بایکاټ له هیوادونو سره دمقابلې لپاره سمه روده نه ده .

سعودی عربستان ، مصر ، متحده عربی اماراتو او بحرین د تیر میلادی کال د جون له پینځمې (۵)نیټې راهسې د ریاض په مشرۍ له عربی بهیر سره د دوحې دنا غږمله کیدا په دلیل قطر له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او ورسره یې ډیپلوماټیکې اړیکې هم غوڅې کړې .

سعودی عربستان او  دهغه ملګرو هیوادونو دغه راز دقطر پرضد د بایکاټ په لګولو سربیره په دغه هیواد ځمکنی ، سمندری او هوایی لارې هم  بندې کړی دی .

د قطر پرضد د بایکاټ او دکلابندۍ په وخت کښې دایران اسلامی جمهوریت په ټول توان سره د قطر دملت او  حکومت په څنګ کښې ولاړ دی .

دقطر دپارلمان مشر احمد بن عبدالله بن زاید ال محمود هم د قطر له ملت او حکومته د ایران  د اسلامی جمهوریت ملاتړونو ته په اشارې سره وویل  دایران د اسلامی جمهوریت دریځ د ورورګلوۍ  او مینې پراساس دی   او د عقلانیت او داصالت ښودنه کوی .

هغه وویل  قطر له ایران سره دوستۍ ته اهمیت ورکوی او ورته پاې بند دی .

دقطر دپارلمان مشر ټینګار وکړ ایران او قطر به په غم ، سختۍ  او خوشحالۍ کښې دیوبل په څنګ  کښې وی .

 

Jan 17, 2018 04:44 Asia/Kabul
کمنټونه