• خرازی: د سوریې په خاوره کښې د امریکې شتون غېر قانونی دے

د ایران د بهرنیو تعلقاتو د سټراټیجکې شورا مشر تاکید وکړ: د سوریې په خاوره کښې د امریکې شتون په دغه هېواد کښې له صلحې سره هیڅ مرسته نه کوی او د ایران اسلامی جمهوریت دغه شتون غېر قانونی بولی.

کمال خرازی نن په دمشق کښې د سوریې د ملی پخوله ینې د وزیر علی حیدر د کتنې ترڅنګه د خبریالانو ته وویل: د سوریې حکومت هم تاکید لری چې امریکه پکار دی زر تر زره له دغه هېواده پښې سپکې کړی.

خرازی وویل: امریکه پکار دی پرېږدی چې د سوریې خلق خپله له یو بل سره خبرې اترې وکړی چې صلح رامنځته شی او له اوسنیو مشکلاتو څخه تېر شی.

د ایران د بهرنیو تعلقاتو د سټراټیجکې شورا مشر واضحه کړه: د سوریې د ملی پخوله ینې وزارت کوشش کوی د سوریې په خاوره کښې د وسله والو ډلو په شمول د مختلفو ډلو او قبائلو ترمېنځ پخوله ینه ټینګه کړی او په دې زمینه کښې ښې هلې ځلې هم ترسره شوې دی.

د سوریې د ملی پخوله ینې وزیر هم وویل: د سوریې زیاتره ډلې د ملی پخوله ینې په پرمختګ تاکید کوی او په دې زمینه کښې ښه اقدامات شوی دی.

علی حیدر همدارنګ د ایران او سوریې پخوانیو تعلقاتو ته په اشارې سره زیاته کړه، دواړه هېوادونه اوس په یو سنګر کښې شتون لری او په یوځاے به کامیابۍ ته رسیږی.

د ایران د بهرنیو تعلقاتو د سټراټیجکې شورا مشر چې «عرب او ایران  د ګډ مستقبل ، امنیت، ثبات او ملګرتیا په لوری» ترعنوان لاندې دویم نړیوال کانفرنس کښې د ګډون لپاره لبنان ته سفر کړے ؤ نن د دغه هېواد له لارې سوریې ته لاړ.

 

Jan 18, 2018 20:09 Asia/Kabul
کمنټونه