• دایران دپوځ دمحمد رسول ا...مانوره هماغه راز په قدرت سره دوام لری

دایران داسلامی جمهوریت د وسلوال پوځ دمحمد رسول ا.... ګډه مانوره پرون سهار دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د غږملونکی دمرستیال امیر البحر حبیب ا... سیاری په وسیله د :یارسول ا... : په رمز او شعار سره دایران په جنوبی سواحلو کې له :فلاخن : نومې توغندی ویشتونکی بیړۍ څخه پیل شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران داسلامی جمهوریت د  پوځ د محمد رسول ا... نومې مانورې ویندوی سید محمود موسوی  ووئیل دغه ستره مانوره نن په دوهمې ورځې  هم  روانه ده او په دغې مانورې کې    د دښمن د مورچلو به ضد د الیکټرانیکی جنګ، راډاری سسټمونو څخه  په استفادې او  غږملتیا سره  د  د  ماکوګانو د کنډکونو  هوا ضد او  سطحی ضد عملیات  اجرا شول .

 دایران داسلامی جمهوریت د وسلوال پوځ  دمحمد رسول ا.... ګډه مانوره پرون سهار   دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د  غږملونکی  دمرستیال  امیر البحر  حبیب ا...  سیاری په وسیله د :یارسول ا... : په رمز او شعار سره  دایران په  جنوبی سواحلو کې له  :فلاخن  : نومې  توغندی  ویشتونکی بیړۍ  څخه پیل شوی دی .

 سید محمود موسوی  ووئیل   په دغو  عملیاتو کې  نن  د نصرساحل توغندی  هم په بریالیتوب سره په ټاکل شوی ټارګټ وویشتل شو.  هغه د دې خبرې په کولو سره چې   د سمندری ځواک  دسمندر  هوا  د کنډکونو  د ماینونو   عملیات  هم نن  د چورلکو په وسیله   په صوتی اومقناطیسی بڼه  اجرا شول ،   دماینونو  ښخول   او یا ئې  تباه کول  یوډول  خوراسخت  او مشکل سمندری عملیات  دی  چې د صحنې  په پراخوالی کې  ماینونه   تباه کوی او  دنورو کشتیو او ماکوګانو   دکرار  تګ راتګ لپاره زمینه برابروی.  

 د ایران دپوځ دمحمد رسول ا...  نومې مانورې  ویندوی  همداراز د  د ساحل  دکشتیو او پلیټ فارموننو  د دیره کونکو کنډکونو   مامورانو   د  لنډ واټنه ،مینځ واټنه او لرواټنه  توپونو  دسسټمونو  کارول  هم  د  دغې سترې او مشترکې مانورې  د دوهمې ورځې نور ې مرحلې وبللې .

دغه  دوه ورځنۍ مانوره د   اسلامی ایران دپوځ  دخاتم الانبیاء (ص)  د هوافضا ضد،مځکنی،سمندری او هوائی ځواک په شتون سره دعمان سمندر او  مکران په  سواحلوکې  تر نن ناوخته پورې په درې مربع کلومیټر پراخوالی  کې ترسره کیږی . د دغې  مانورې پیغام هم ،  دسیمې  دهیوادونو   لپاره د  سوله اودوستی او   په سیمې کې دانرژۍ د منتقلونکو  کرښو او د اوبو د امنیت دتامینولو لپاهر  داسلامی ایران د توانمنیو  زیاتول دی

 

Jan 23, 2018 12:13 Asia/Kabul
کمنټونه