•  د ایران د سلواغې د شپاړسمې نیټې مطبوعات

د ایران د دفاع وزیرویلی دی امریکا افغانستان ته د داعش منتقلول غواړی

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وویل  تر څو چی ګواښ موجود وی دفاعی قدرت پیاوړی کوو . ډاکټر حسن روحانی په تهران کښې په یو وخت د ایران په لسو صوبو کښې د لسو کلتوری مرکزونو او د مقدسې دفاع د لسو میوزیمونو د افتتاح په مراسمو کښې وویل: د ایران ملت د هیڅ قوت او بهرنی هېواد له مرستې نه بغېر د حق په عنایاتو او د خلقو په وحدت او قربانیو باندې په تکیې سره د ایران اسلامی انقلاب او د مقدسې دفاع دوران کامیابۍ ته ورسوۀ.

د ایران ولسمشر څرګنده کړه: د مقدسې دفاع دوران نه یوازې د یو تیری ګر رژیم په وړاندې بلکه د نړۍ د ټولو قوتونو په وړاندې د یو ملت جانانه دفاع وه.

ولسمشر روحانی د دې په بیانولو سره چې د ایران له ملی شرف او خپلواکۍ څخه دفاع د ټولو دنده او ذمه واری ده، تاکید وکړ: ایران د صلحې غوښتونکی دی او د خپل دفاعی توان لپاره له هیڅ یو قوت سره خبرو اترو او موافقې ته ضرورت نه لری.

هغه وویل: ایران د هر ډول وسله چې له هېواد څخه د دفاع لپاره یې ضرورت ولری د قوانینو په چوکاټ او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د فتوو له مخې برابروی، خو د ډله ایزې وژلې د وسلو په تکل کښې نه دے.

د ایران د مجریې قوې مشر واضحه کړه: ایران تل دفاعی قوت ته ضرورت لری او تر هغه وخته چې د هېواد په خلاف ګواښ موجود وی  خپل دفاعی قوت به مضبوطوی ، ځکه چې پکار دی دښمن په دې خبره وپوهولې شی چې د تیری په وړاندې به ډېر درون لګښت ادا کړی.

روحانی زیاته کړه: ایرانی جنګیالیو په دې وروستیو کلونو کښې د مسلمانانو د سر د ساتنې لپاره په دوستو هېوادونو کښې سرښیدنه وکړه او وې ښودله چې که څه هم  له تپل شوی جنګ څخه تقریباً دېرش کلونه تېر شوی دی خو په سیمه او نړۍ کښې د دښمنانو په وړاندې د سرښیندنې او مقاومت روحیه هم هغه شان موجوده ده.

 

د ایران خارجه وزیر ډاکټر ظریف وویل امریکا به بشر تر نابودۍ وروسوی .

 صیهونیسټ میشته ښارګوټو بیا په الاقصی جومات حمله وکړه .

یورشلم پوسټ لیکی چی په یمن کی د عربستان او اماراتو ماته نږدې ده .

په تهران کې د پاکستان پخواني سفیر جاوید حسین وویل   د ایران اسلامي انقلاب سبب شو چې ایران په سیمه کې په یو توانمن هیواد بدل شي.

 

کیهان

 

د ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی هر وسله چی ضروری وی جوړوو او دفاعی وس په اړه هم خبرې نه کوو .

عربی رسندویو خبردارې ورکړ چی په غزه د بلې حملې تیاری نیول کیږی .

پنټاګون اعلان کړی دی چی  په افغانستان کی یې ۲۶۰۰ عسکر مړه او شل زره درې سوه ژوبل شوی دی .

د صیهونیسټ رژیم معاریو ورځپاڼه لیکی چی مقاومت د اسراییلو استخبارات ستړی کړی دی .

 ګاردین لیکلی دی چی بن سلمان د انګلستان د وسلو د جوړلو کارخانو کاروبار ته  ځلا وربخښلی ده نو ځکه لومړۍ وزیره ترزامی د عربستان د جنایتونو پرضد دریځ نه غوره کوی .

د ایران د دفاع وزیرویلی دی امریکا افغانستان ته د داعش منتقلول غواړی .

د ایران دبهرنیوچارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل دایران اسلامی جمهوریت به داسلامی او ملی تعلیماتو په پیروۍ سره لږ شان هم د هیواد د دفاعی وسونو د پیاوړی کولو لپاره له خپل جایز حق څخه تیر نشی او شاتګ به ونکړی . هغه د ایران دملی امنیت د حریم په ساتنې او دملی ګټو په دفاع کښې د ایران داسلامی جمهوریت په نا انکار وړ حق ټینګار سره وویل ایران به هماغه راز په ټول قدرت سره د توغندوی توان  په زمینه کښې  داړتیا وړ دفاعی ستراتیژیو او هدفونو او پروګرامونو ته دوام ورکړی .

دایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی په تیرو څلویښتوکلونو په تیره بیا د عراق دصدام دبعث رژیم د اته کلن تپلی جنګ په وخت  کښې په ایران او ملت تپل شویو سترو لګښتونو او  ارزښتناکو تجربو ته په اشارې سره وویل دایران اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د  تامینولو او د هیواد دساتلواو د خپل ملت ددفاع لپاره دهیڅ هیواد داجازې په تمه نه پاتې کیږی او د تپلی جنګ په وخت  دایران په ښارونو دعراق د صدام رژیم د توغندیو د ویشتلو ترخه تجربه او د بې دفاع خلکو وژله به هیڅکله هیره نکړه .

هغه تینګار وکړ د تیرو څلویښتوکلونو تجربه ددې ښودنه کوی چې د ایران د اسلامی انقلاب ، نظام او  د خلکو دښمانانو د ایران  د امنیتی او دفاعی بنسټونو او وسونو د کمزوری کولو او کمولو لپاره ډیره هڅه کړی ده او تل دایران د اسلامی جمهوریت پرضد د نابرابره او نا انډوله پوځی انډول د ټینګولو کوشش کوی .

 

دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل بې شکه دایران وسونه به دنړیوالو او د سیمه ایزو دښمانانو د دسیسو د شنډیدا سبب شی او هغوې به دهر ډول ناوړه اقدام له ترسره کولو منع کړی .

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر روحانی ویلی ادی دومره قدرت مند شو چی دښمن د ګواښ جرات ونکړی .

د اسلامی ایران دفاع وزیر ویلی دی  افغانستان ته د داعش د انتقالولو لپاره د امریکا هڅه هماغه راز دوام لری . جنرل امیر حاتمی د افغانستان د دفاع له وزیر جنرل طارق شاه بهرامی سره په ټیلفونی خبرو اترو کښې واضحه کړه چې امریکایانو داعش ترهه ګره ډله جوړه کړه چې په سوریې اوعراق کښې یې مدیریت کړی او افغانستان ته د دغې ډلې په منتقلولو سره په افغانستان کښې د خپل شتون توجیهول غواړی.

جنرل حاتمی خبردارے ورکړ: امریکایانو ثابته کړې ده چې د مسلمانانو دښمنان دی او د صهیونېسټانو لپاره د قدس د پائېتختۍ اعلان له مسلمانانو سره د امریکې د دښمنۍ او د هغې د منافقانه څېرې یوه بله جلوه نړیوالو ته وښودله.

هغه د دې په بیانولو سره چې په افغانستان کښې د امنیت ټینګښت به یوازې د سیمې د هېوادونو په مثبتې تګلارې سره رامنځته شی وویل، پکار دی په دې لاره کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د ارامښت د رامنځته کولو لپاره د سیمې د ټولو هېوادونو له ګډو ظرفیتونو څخه استفاده وشی.

د ایران د دفاع وزیر په افغانستان کښې د ګڼ شمېرترهه ګریزو اقداماتو په غندلو سره زیاته کړه، ایران تل د افغان ولس په خلاف د پردیو له دسیسو څخه اندېښن دے او په تېرو کلونو کښې یې د افغان مظلوم ولس د مصیبتونو د لرې کولو لپاره خپل ټول  کوششونه کارولی دی.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرل طارق شاه بهرامی هم په  دغه ټیلفونی تماس کښې د تاریخ په اوږدو کښې د ایران او افغانستان ښو تعلقاتو او روابطو ته اشاره وکړه او وې ویل: په افغانستان کښې له شلو نه زیاتې ترهه ګرې ډلې فعالې دی او که دغه جنایتکارې ډلې په خپل حال پرېښودې شی نو د سیمې امنیت به له سختو بحرانونو سره مخامخ شی.

د افغانستان د دفاع وزیر د افغان ملت دښمن د بشر دښمن او د ایران د ملت دښمن وبلۀ او زیاته یې کړه: ایران او افغانستان پکار دی له مشترکه دښمن څخه غافله نه اوسی او باید له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې له یو بل سره ملګرتیا وکړی.

د پاکستان د شیعه عالمانو د ټولنې عمومی منشی عارف واحدی وویل د ایران انقلاب ، حقیقی اسلام معرفی کړ .

په هالینډ کې ناپیژاندو کسانو  په یوه جومات حمله وکړه .

د مصر د الازهر پوهنتون یوشمیر استادان په نجف اشرف کی د حضرت امام علی علیه سلام سپیڅلی حرم ته ولاړل .

سی این این راپور ورکړی دی چی امریکا په شمالی کوریا د حملې لپاره چمتو کیږی .

 

د ترکیې په استنبول کی له داعش سره د ملګرتیا په تور ۸۲ شکمن کسان ونیول شول .

ګارډین ورځپاڼه لیکی چی د انګلستان لپاره د عربستان تیلی ډالر د یمن د ماشومانو له ژونده ارزښتمن دی .

د سوریې په عفرین کی د ترکیې د اتو عسکرو په وژل کیدا سره د دغه هیواد د پوځ تر ټولو خونړۍ ورځ وه .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

Feb 05, 2018 12:44 Asia/Kabul
کمنټونه