• دایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ میلادي کال د فرورۍ په یولسمه(۱۱) یعني د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه بریالی شوی وو .
    دایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ میلادي کال د فرورۍ په یولسمه(۱۱) یعني د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه بریالی شوی وو .

مهر خبری اژانس وایی دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی پرون په اصفهان کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې(۲۲) نیټې د رسیدا په درشل کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دغه ورځ دایران له ټولو خلکو سره اړه لری ډاګینه کړه دایران اسلامی انقلاب د هیواد دخپلواکۍ او له ایران څخه د دښمانانو د شر دلیرې کیدا سبب شو .

هغه وویل دنړۍ ډیرو نامتو شخصیتونو او  د هیوادونو چارواکو اعتراف کړی دی چې د سلواغې دمیاشتې دوه ویشتمه(۲۲) نیټه یوه(۱) مهمه ورځ ده ځکه چې په نړیوال ډګر کښې یې ستر بدلون رامینځته کړ .

دایران د پارلمان مشر علی لاریجانی ډاګینه کړه  دایران ستر ملت به د تیرو کلونو په شان د سلواغې دمیاشتې د دوه ویشتمې (۲۲)نیټې په لاریونونو کښې پراخ او پرتمین ګډون وکړی .

دټول ایران خلک هر کال د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په مناسبت د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې (۲۲)نیټې په لاریونونو کښې په پراخ ګډون سره د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له ایډیالونو سره بیعت نوی کوی .

دایران اسلامی انقلاب د ۱۹۷۹ میلادی کال د فرورۍ په یولسمه(۱۱) یعنی د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه بریالی شوی وو .

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 05:25 Asia/Kabul
کمنټونه