• هیڅ قدرت او مشکل ایران ته دتاوان د رسولو وس نلري .
    هیڅ قدرت او مشکل ایران ته دتاوان د رسولو وس نلري .

زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری پرون په ایلام ولایت کښې د سلواغې دمیاشتې د دوه ویشتمې(۲۲) نیټې د رسیدا په درشل کښې وویل دایران ستر ملت به په دغه ورځ دښمانانو ته سخت ځواب ورکړی .

هغه وویل دایران داسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د دینی بې وسیو په وخت کښې دایران اسلامی انقلاب په دین تکیې سره بریالیتوب ته ورسوه .

داسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل دایران ستر ملت د اسلامی جمهوریت د رامینځته کولواو د مبارزې په ټولو لارو کښې له خپل امام سره پیاوړی ارتباط درلود او نن سبا هم  دغه ژمنه او ارتباط داسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  سره لری .

هغه د ایران د ملت د پرمختګ د مخنیوی او د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره دامریکا په شمول ددښمانانو هڅو ته په اشارې سره وویل هیڅ قدرت او مشکل ایران ته دتاوان د رسولو وس نلری ځکه چې دایران دملت او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او د خلکو او دحکومت ترمینځ ژور  او پیاوړی ارتباط ټینګ دی .

 

 

Feb 09, 2018 05:52 Asia/Kabul
کمنټونه