• جنرل دهقان: د ايران د ملت وحدت او بصيرت د دښمنانو دسيسې شنډوي

له وسله والو ځواکونو څخه د دفاع او ملاتړ او د صنائعو په برخه کښې د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان صلاحکار وويل: د ايران د ملت وحدت، بصيرت او پوهه په هر وخت کښې د دښمنانو دسيسې شنډوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې جنرل حسين دهقان د سباون د لسيزې د ايام ا... په نمانځنې سره وويل: جهاد، اتحاد، توکل، ايمان او ولايت هغه عناصر دی چې هيڅکله به په ايران کښې د دښمنانو د مداخلت اجازه ورنکړي.

جنرل دهقان د دې په بيانولو سره چې د ايران خلق ډېره اوچته سياسي پوهه او اګاهي لري زياته کړه، د ايران خلق له اسلامي نظام سره مينه کوي او له دغه نظام او حکومت سره وفادار دي.

د ټولو قواو د معظم قوماندان صلاحکار د دې په بيانولو سره چې نن د هېواد اقتدار او توان دې حد ته رسېدلے دے چې دښمنان تل د ټولنې د کمزوري کولو او د ملت په افکارو کښې د بدلون په لټه کښې دي واضحه کړه:د دښمنانو له چلولونو سره د مقابلې لپاره ضروري ده چې ټول هوښيار او بېدار اوسي.

جنرل دهقان د دې په بيانولو سره چې نړيوال استکبار او امريکه د ټولو مسلمانو ملتونو د بدبختۍ عامل ګڼل کيږي وويل: د سلطې نظام د ترهه ګرو ډلو په رامنځته کولو سره اسلامي هېوادونه د خپلو حملو او يرغل هدف ګرځولي دي.

 

Feb 09, 2018 13:04 Asia/Kabul
کمنټونه