• د تهران د جُمعې خطيب: امريکې په تېرو کلونو کښې له ايرانه په ځلونو څپېړې خوړلې دي

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب د ايران اسلامي جمهوريت ته د زيان رسولو لپاره د امريکې دسيسو ته په اشارې سره وويل: امريکې او د هغې انډيوالانو په تېرو کلونو کښې له ايران څخه په ځلونو څپېړې خوړلي دي.

حجت الاسلام والمسلمين کاظم صديقي د تهران د جُمې د نمانځه د دې هفتې په خطبو کښې وويل: امريکې، سعودي او د دوي انډيوالانو دا خيال کوۀ چې د داعش ترهه ګرې ډلې په جوړولو سره له عراق څخه د دغه هېواد د کردستان د جدائۍ د مسئلې او د لبنان دمسئلې په وړاندې کولو او د مقاومت د محاذ په  کمزوري کولو او د عراق په نيولو سره ايران ګوښې ته کولې شي خو ايران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په پوهې او بېدارۍ سره هغوي ته مضبوطې څپېړې ورکړې.

حجت الاسلام والمسلمين صديقي همدارنګ د سباون د  لسيزې د ايام ا... په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د اسلامي انقلاب کاميابي يوه معجزه وبلله او وې ويل: په اېټمي، روغتيائي، توغنده اي او نانو ټېکنالوجۍ په زمينو کښې پرمختګونه او په زياترو زمينو کښې خود کفائي د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له لاسته راوړنو څخه دي.

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب واضحه کړه، د اسلامي انقلاب کاميابي د دې سبب شوه چې د ايران خلقو ته خپلواکي او عزت ستانۀ شي او د زورورو لخوا بل هېواد ونه لوټل شي.

د سلواغې ۱۲ نېټه چې د فرورۍ له وړومبۍ سره برابره ده ايران ته د امام خميني (رح) د ستنېدو کليزه او د اسلامي انقلاب د سباون د مبارکې لسيزې شروع ده. د سلواغې د مياشتې له دولسمې نېټې يعنې ايران ته د امام خميني (رح) د ننوتلو له ورځې نه د سلواغې تر دويشتمې نېټې پورې ورځې د سباون لسيزه نوملې شوې ده او هر کال په دغو ورځو کښې خاص مراسم او جشنونه جوړيږي.

د ټول اسلامي ايران خلق هر کال د فرورۍ په يولسمه نېټه د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په مناسبت د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په لاريونونو کښې په پراخه ګډون سره د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... العظمی خامنه اي له ائيډيالونو او  ارمانونو سره بيعت کوي

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 14:59 Asia/Kabul
کمنټونه