• لاريجاني: دښمنان د ايران له توغنده اي توانه ويريږي

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر تاکيد وکړ: د ايران د اسلامي جمهوريت دښمنان د ايران له توغنده اي توانه ويره لري.

د اېسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې علي لاريجاني د دې په بيانولو سره چې دښمنان غواړي د ايران امنيت له منځه يوسي وويل: په ايران کښې توغنده اي ټېکنالوجي او توليد ځاي شوے دے او دښمنان نه شي کولې دغه توان د ايران له خلقو واخلي. لاريجاني زياته کړه: د ايران توغنده اي توان دفاعي اړخ لري.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د سباون د لسيزې ايام ا... ته په اشارې سره وويل: د سلواغې دويشتمه يا د فرورۍ يولسمه نېټه د ايرانيانو ملي ورځ ده.

لاريجانې د دې په بيانولو سره چې دښمنانو د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته  نظام ته د زيان رسولو لپاره مختلف پلانونه برابر کړل خو په دغو ټولو دسيسو کښې يې ماتې وخوړه وويل: د ايران ملت اسلامي انقلاب خپل انقلاب بولي او په دې لاره کښې يې په زرګونو شهيدان او جانبازان وړاندې کړي دي.

 

 

Feb 09, 2018 15:50 Asia/Kabul
کمنټونه