• د ایران د فټ سال ټیم د اسیا د لوبو پایلوبې ته ووته

د ایران د فټ سال ملي ټیم د ازبکستان په وړاندې په غوڅ بریالیتوب سره  په تایوان کې د اسیا د فټ سال کپ  فاینل ته ووته .

 

 د ایرنا خبري اژانس د راپور  له مخې د ایران د فټ سال ټیم نن د اسیا د کپ په سیالیو کې  د ازبکستان ټیم ته یو په اوه ماته ورکړه  چې د اتبار په ورځ  د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره  د جاپان له ټيم سره مقابله وکړي.

 له دې مخکې جاپان د عراق په وړاندې  درې په صفر بریالیتوب سره  پایلوبې ته وتلی و. دعراق او ازبکستان ټیمونه به د یکشنبې په ورځ د دریم مقام لپاره په خپلو کې مقابله کوي.

د ایران د فټ سال ټیم  په اسیا کې تر ټولو ویاړمن ټیم  او په نړۍ کې په دې څانګه کې په لومړیو شپږو ټیمونو کې دی.  

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 20:24 Asia/Kabul
کمنټونه