• د ایران ترکیې او روسیې ایتلاف په افغانستان کې هم  د داعش مقابله کولی شي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت  او بهرني سیاست د کمیسیون ویندویي په دې بیان سره چې افغانستان ته  د داعش لیږد د امریکا ، صهیونسټ رژیم او عربستان د مثلث یو پروګرام دی وویل: دا پروګرام  د داعش د باقي پاتې کیدو لپاره جوړ شوی دی.

 

سید حسین نقوي نن  له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: امریکا غواړي  په افغانستان کې د داعش په شتون سره ترهه ګري په سیمه کې ژوندۍ وساتي او دا په  خپله ښیي چې هغوي د داعش د ختمولو اراده نه لري او غواړي دغه فاتي هماغه راز خوندي وساتي.

د ایران د اسلامي شورا د  ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون ویندویي زیاته کړه: امریکا صهیونسټ رژیم او عربستان خیال کاوه چې  داعش کولی شي سل کاله  اسلامي نړۍ له جنګ او ګډوډۍ سره مخامخ کړي خو دهغوی توطئه په اوبو لاهو شوه

 نقوي حسینی د ایران روسیې او ترکیې ایتلاف  د داعش د مقابلې لپاره حتی په افغانستان کې هم ګټه ور وباله او زیاته یې کړه: دغه ایتلاف یوازې په سوریې پورې اړوند نه و او په افغانستان کې ترې هم ګټه پورته کیدلی شي.

حضرت ایت الله خامنه ای د روان کال د جنورۍ په دیرشمه نیټه  د خارج فقه درس په  سر کې د افغانستان په وروستیو ترهه ګرو حملو کې د بې ګناه خلکو په وژله د ژور خپګان په څرګندولو سره  وویل:  افغانستان ته د داعش ترهه  ګرو له لیږدولو د امریکا هدف،  په سیمه کې د خپل شتون موجه کول او د صهیونسټ رژیم لپاره د امنیت جوړول دي.

 

Feb 09, 2018 20:26 Asia/Kabul
کمنټونه