• د ایران خارجه وزیر د کویت له امیر او د عراق له لومړی وزیر سره کتنه  وکړه

د کویت امیر له داعش سره په مبارزه اود عراق په اقتصادی پراختیا او ثبات کې د اسلامی ایران د رول مهم وباله او د هغه قدرونه یې وکړه .

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف نن د عراق د بیا رغاونې د نړیوال کانفرنس په ترڅ کې د کویت له امیر جابر الاحمد الجابر الصباح سره کتنه او د دوه اړخیزو اړکیو د ښه کولو د لارو چارو او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې .ظریف له دې مخکې د کویت له خارجه وزیر صباح الخالد سره هم کتنه او خبرې اترې کړی وې .

د کویت امیر له داعش سره په مبارزه اود عراق په اقتصادی پراختیا او ثبات کې  د اسلامی ایران د رول مهم وباله او د هغه قدرونه یې وکړه .

ده وویل د سیمې د هیوادونو ترمینځ درست مشکلات باید په خبرو اترو او د سیمې د حکومتونو په تدبیر سره حل شی .

ښاغلی ظریف هم د سیمې په اوسنیو کړکیچونو کې د میانځګړیتوب لپاره د کویت د امیر د هلو ځلو قدرونه وکړه او هیله یئې څرګنده کړه چی دغه هلې ځلې مطلوبې نتیجې ته ورسی .

د ایران خارجه وزیر او د عراق لومړی وزیر هم نن د دغه کانفرنس په ترڅ کې کتنه او د تهران او بغداد د امنیتی او اقتصادی ملګرتیاو په اړه خبرې اترې وکړې .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن موګرینی هم بیګا د عراق د بیا رغاونې د کانفرنس په ترڅ کې د اسلامی ایران له خارجه وزیر ښاغلی ظریف سره کتنه  کړی وه .

د عراق د بیا رغاونې نړیوال کانفرنس له ګل ورځې د دریو ورځو لپاره په کویت کې د نړۍ د څه پاسه ۵۰ هیوادونو د سیاسی چارواکو ، تاجرانو او بانکی فعالانو په ګډون سره  پیل شوی  دی .

 

 

 

ټیګونه

Feb 14, 2018 19:37 Asia/Kabul
کمنټونه