• د ایران د سلواغې د ۲۶ نیټې مطبوعات

د کویت امیر له داعش سره په مبارزه اود عراق په اقتصادی پراختیا او ثبات کې د اسلامی ایران د رول مهم وباله او د هغه قدرونه یې وکړه .

 

همشهری ورځپاڼه

 

د ایران خارجه وزیر د کویت له امیر او د عراق له لومړی وزیر سره کتنه وکړه . د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف د عراق د بیا رغاونې د نړیوال کانفرنس په ترڅ کې د کویت له امیر جابر الاحمد الجابر الصباح سره کتنه او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو د لارو چارو او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې .ظریف له دې مخکې د کویت له خارجه وزیر صباح الخالد سره هم کتنه او خبرې اترې کړی وې .

د کویت امیر له داعش سره په مبارزه اود عراق په اقتصادی پراختیا او ثبات کې  د اسلامی ایران د رول مهم وباله او د هغه قدرونه یې وکړه .

ده وویل د سیمې د هیوادونو ترمینځ درست مشکلات باید په خبرو اترو او د سیمې د حکومتونو په تدبیر سره حل شی .

ښاغلی ظریف هم د سیمې په اوسنیو کړکیچونو کې د میانځګړیتوب لپاره د کویت د امیر د هلو ځلو قدرونه وکړه او هیله یئې څرګنده کړه چی دغه هلې ځلې مطلوبې نتیجې ته ورسی .

د ایران خارجه وزیر او د عراق لومړی وزیر هم د دغه کانفرنس په ترڅ کې کتنه او د تهران او بغداد د امنیتی او اقتصادی ملګرتیاو په اړه خبرې اترې وکړې

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن موګرینی هم بیګا د عراق د بیا رغاونې د کانفرنس په ترڅ کې د اسلامی ایران له خارجه وزیر ښاغلی ظریف سره کتنه  کړی وه .

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار  ډاکټر ولایتی ویلی دی  ایران د سوریې د قانوني حکومت په بلنه په دغه هیواد کښې شتون لري.

 

له داعش سره په جنګ کې دعراق۴۰فصده کرهڼیزمحصولات تباه شوی دی

 

دبحرین رژیم تراوسه ۱۹۲ ښاریز وژلی دی

 

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال عباس عراقچي د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سرګئي ریابکوف سره د کتنې ترڅنګ د برجام په هکله وویل له نورو سره د امریکا اړیکې د ایران لپاره هیڅ اهمیت نه لري خو د ایران دریځ دا دی چې ایټمي موافقه بې له یو ټکي کمي یا زیاتي باید اجرا شي.

 

کیهان ورځپاڼه

 

د کویت امیر له داعش سره په مبارزه کې د اسلامی ایران د رول قدرونه وکړه .

د تیونس د پارلیمان یوه استازی د پارلیمان دننه د صیهونیسټ رژیم بیرغ ټوټه ټوټه کړ .

یوه برتانوی شناندی الکسانډر مرکوریس ویلی دی بن سلمان او سعودی رژیم به د پهلوی رژیم له برخلیک سره مخامخ شی .  

د سپنې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر وایی په راتلونکیو ۱۰ کلونو کې به د امریکا پور له دیرش زره میلیارډ ډالرو هم واوړی .

 

سعودی جنګی الوتکو په یوه ورځ دیرش ځله د یمن په میدی ښار حمله وکړه .

دال خلیفه  رژیم تراوسه ۱۹۲ ښاریز وژلی دی .

دبحرین سیاسی فعال او ډاکټر ابراهیم العرادی چې د ال خلیفه رژیم لخوا لبنان ته په زوره جلاوطن کړی شوی دی له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل په دغه هیواد کښې په تیرو اووکلونو کښې حکومت یوسل دوه نوی کسان وژلی ، شل زره نور یې نیولی او د پینځه سوه پنځوسو ښاریزو تابعیت  یې هم لغوه کړی دی .

هغه پرون د بحرین د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد د خلکو دپاڅون د اومې کلیزې په مناسبت د وژل شویو   او ژوبلو کسانو دشمیر په اړه وویل له یوسل دوه نوی وژل شویو کسانو څخه کابو پنځوس ماشومان او زلمی وو او همداس اوس د ال خلیفه رژیم په زندانونو کښې څه دپاسه څلور زره سیاسی بندیان شته .

دبحرین دغه سیاسی فعال دې ته په اشارې سره چې د ښاریزو د حق او دتابعیت  لغوه کول په حقیقت کښې دیوه سړی مدنی اعدامول  دی وویل همداس  اوس په هیواد کښې زیات کسان شته چې حکومت ترې پاسپورټونه اخیستی دی او د ال خلیفه رژیم ددغه کار هدف د هیواد د نفوسو دجوړښت بدلول دی او بل هدف یې هم د انقلابیانو سپکاوی او د هغوې دژوند ګډوډول دی .

هغه دبحرین دخلکو د انقلاب په صلح ایز پاتې کیدا ټینګار وکړ او ویې ویل  دبحرین ملت صلح غواړی دی او تاوتریخوالی نه غواړی او هغوې په ګلونو او بیرغ سره پاڅون کړی خو ال خلیفه رژیم د هیواد له خلکو سره دمقابلې لپاره له سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اردن څخه عسکر راوستلی چې دهیواد خلک ووژنی او هغوې وځپی .

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران خارجه وزیر ظریف د عراق له لومړی  وزیر حید ر العبادی سره ّپه کتنه کي ویلی دی چی ایران به د عراق د بیا رغاوني لپاره  له هیڅ ډول ملګرتیا او مشارکته ډډه ونکړی .

د اسرایلو رژیم لومړې وزیر نتانیاهو په رسمی توګه په مالی فساد تورن شو .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلې روحانی د هند د لومړی وزیر په بلنه  هندوستان ته سفر کوی .

چین دسوریې د کړکیچ په هواری ټینګار وکړ .

 

لاریجانی په یمن او بحرین کې د لویدیځ په کړچار نیوکه وکړه . د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی د دې خبرې په کولو سره چی د اروپایانو ځینې کړچار حیرانونکی دی وویل په یمن کې خلک وژنی او په روغتونونو او ښونځیو حملې کوی ، خو ځینې اروپایی هیوادونه عربستان ته وسلې ورکوی .

ډاکټر علی  لاریجانی په تهران کې د اروپا د پارلیمان د بهرنی کمیټۍ له مشرډیویډ مک السټر سره په کتنه کې د دې پوښتنې په مطرحولو سره چی اروپا څرنګه په بحرین کې د بشری حقوقو مسلې توجیهولې شی ، جوته کړه  ایا دا کومه معنا لری چی په بحرین کې یو شمیر کسان د راې حق ولرلې شی او یو شمیر هم د راې حق ونلرلې شی . لاریجانی ددې خبرې په کولو سره چی ځینې  اروپایی هیوادونه عربستانه ته وسلې ورکوی او د بحرین له رژیم ملاتړ کوی ، زیاته کړه  دا جوته نده چی د اروپایی بشری حقوقو له نظره په یمن او بحرین کې جنایتونه څرنګه توجیه کیږی .

د اروپا د پارلیمان د بهرنی کمیټۍ مشرډیویډ مک السټر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی د اسیا د لویدیځ د سیمې مسلې پیچلی  دی ، ادعا وکړه اروپایی اتحادیه  یمن ته دقیقه کتنه لری او په دغه هیواد کې انسانی کړکیچ درک کوی او په یمن کې د ښکیلو ځواکونو لپاره د وسلو د ورلیږلو اجازه نه ورکوی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

Feb 15, 2018 12:15 Asia/Kabul
کمنټونه