• په درست ایران کې د حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې د ویر دستورې ترسره شوې

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له ماشومتوبه دخپل گران پلار حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم په لارښونې سره له لوړو الهی معارفو سره اشنا شوه

.

نن د سه شنبې ورځ د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د جمادی الثانی دمیاشتې دریمه او د ۲۰۱۸میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې شلمه نیټه ده چې داسلامی د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او دنړۍ دشیعه مسلمانانو د لومړی امام امیرالمومنین حضرت علی بن ابی طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوری

د اسلامی ایران مسلمانو خلکو  په جوماتونو ، امام بارګاو ، مذهبی ځایونو او همداراز په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه سلام او په قم کې د حضرت بی بی معصومه س په سپیڅلیو حرمونو کې خلکو په پراخ شتون سره  د حضرت محمد مصطفی ص د ګرانې لور او د فضلیت ، د پاکۍ او د عفت د بیلګې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د مظلومانه شهادت د ویر او ماتم  په دستور وکې  اوښکی توې کړې .

حضرت  بی بی فاطمه الزهرا س د  جمادی الثانی په شلمه د بعثت په پینځم کال په مکې مکرمې کښې وزیږیدله .

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له ماشومتوبه دخپل گران  پلار حضرت محمد  مصطفی صلی الله علیه واله وسلم په لارښونې سره له لوړو الهی معارفو سره اشنا شوه .

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له اتلس کاله ژوند وروسته دهغه وخت د واکمنانو د زیاتو ظلمونو او د خپل ګران پلار حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د وفات د غم په وجه دیوه روایت پراساس د جمادی الاول  په ۱۳ او یا د  یولسم هجری قمری کال د جمادی الثانی دمیاشتې په دریمه نیټه شهیده شوه .

دایران د راډیو او ټیلی ویژن اداره د حضرت فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې په مناست ټولو مسلمانانو او ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو  ته تسلیت وایی .

 

ټیګونه

Feb 20, 2018 13:58 Asia/Kabul
کمنټونه