• عراقچي: له برجام سره د ټرمپ مقابله له نړيوالې ټولنې سره مقابله ده

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال پرون په لندن کښې له ايراني خبريالانو سره په مرکه کښې له برجام سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مقابله له نړيوالې ټولنې سره مقابله وبلله.

د اېرنا د رپوټ  له مخې سيد عباس عراقچي د برجام ختمولو لپاره د ټرمپ ناکامو کوششونو ته په اشارې سره واضحه کړه، ټرمپ د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له کاميابۍ مخکې وعده کړې وه چې برجام به شلوي خو د يو کال او يوې مياشتې د تېرېدو باوجود هم هغه شان په دې چاره کښې نه دے کامياب شوے

د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال په دې لړ کښې د ټرمپ ناکامي د برجام کورنے او بهرنے استحکام او هغه ملاتړ وبلۀ چې د برجام غړيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې له دغې نړيوالې موافقې څخه کړے دے او وې ويل، امريکه په نړۍ کښې ګوښې ته شوې ده.

هغه زياته کړه، البته هغه دباونه چې امريکه يې د برجام په ټولو غړيو هېوادونو راوړي دغه موافقه يې په مشکلو حالاتو کښې راوستلې ده، خو د اروپائي هېوادونو په شمول نړيوالې ټولنې تر اوسه مناسب موقف لرلے دے.

سيد عباس عراقچي همدارنګ د هغه څه په اړه چې واشنګټن يې د برجام نيمګړتياوې بولي د اروپايانو د نظر او په دې اړه د اروپائي – امريکائي د کار ډلې د تشکيل په باره کښې د امريکې د بهرنيو چارو د وزير رېکس ټېلرسون وروستيو څرګندونو په حقله وويل: اروپايان د کار د ډلې له جوړولو انکاري دي او ادعا کوي چې له امريکائي لوري سره د برجام په اړه داسې صلاح مشورې کوي چې د معمول مطابق دي.

د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال دا خبره په ګوته کړه چې د ايران او پينځه جمع يو ډلې د اېټمي موافقې ساتنه په برجام کښې د ټولو ګډون کونکو او له دې هم وراخوا د نړيوالې ټولنې ګډه ذمه واري ده.

د ايران او پينځه جمع يو ډلې يعنې برطانيې، فرانسې، روسيې، چين ، امريکې او جرمني اېټمي موافقه د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه اجرا شوې ده. ټرمپ تل د برجام د نورو لورو د دريځونو په خلاف دغه موافقه يوه وحشتناکه موافقه بللې او د هغې د ختمېدو غوښتونکے شوے دے خو نړۍ د امريکې د ولسمشر د دغه اقدام مخالفه ده.

 

 

ټیګونه

Feb 23, 2018 04:41 Asia/Kabul
کمنټونه