•   سرزورۍ او داعش داسې خطر دی چې اوس هم نړۍ او سیمې ته ګواښ کوي .
    سرزورۍ او داعش داسې خطر دی چې اوس هم نړۍ او سیمې ته ګواښ کوي .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جوادظریف له داعش ډلې او سرزورۍ سره د مقابلې لپاره د سیمې دهیوادونو دخبرو اترو او دملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه نن« له داعش وروسته په نړۍ کښې د سیمه ییز نظم د بیلګو »په غونډې کښې له وینا وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې له داعش ډلې سره په مبارزې کښې دایران د رول په اړه وویل ایران په سیمه کښې د پوځی سلاکارانو په مرستو  سره له داعش سره په مبارزې کښې چې دنړۍ امنیت ته ګواښ کوی ډیر مهم رول لوبولی دی .

هغه وویل  سرزورۍ او داعش داسې خطر دی چې اوس هم نړۍ او سیمې ته ګواښ کوی او په کلتوری حوزې کښې له دغه خطر سره د اوږد مهاله مقابلې لپاره پلانونی او  له سرزوری تفکر سره مقابلې اړتیا شته او دغه راز د سیمې دهیوادونو ترمینځ خبرې اترې او ملګرتیا هم ضروری ده .

هغه له داعش په وروسته نړۍ کښې د سیمه ییز نظم دبیلګو په غونډې کښې هم بهرنۍ لاسوهنه د ناکراریواو په لویدیځې اسیا سیمې کښې دداعشی تفکر د پاتې کیدا ترټولو مهم علت وباله  او ویې ویل دداعش تفکر او ددغه ډلې غړی د سیمې او دنړۍ لپاره د ستر ګواښ په توګه د نړۍ او دافغانستان په شمول ټولې سیمې ته دخپریدا په حال کښې دی .

 

ټیګونه

Feb 24, 2018 12:51 Asia/Kabul
کمنټونه