• دایران اسلامي جمهوریت د سیمې لپاره ګواښ دی .
    دایران اسلامي جمهوریت د سیمې لپاره ګواښ دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران ضد څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ هیڅکله دنورو د ټاټوبو نیواک دوام نه دی لرلی .

هغه وویل د اسرائیلو دلومړی وزیر د ادعا په اپوټه حقیقت دا دی چې غیرقانونی نیواک د سیمې د زیاتو مشکلاتو سرچینه ده .

د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د امریکا او داسرائیلو د عمومی   چارو د کمیټۍ(American Israel Public Affairs Committee) په غونډې  کښې ادعا وکړه دایران اسلامی جمهوریت د سیمې لپاره ګواښ دی .

هغه دغه راز له ایران سره د مبارزې د سیاستونو او  نیواکی قدس ته د امریکا دسفارت د انتقالولو لپاره د فیصلې په دلیل د امریکا د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ قدرونه هم وکړه .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه له پراخو نړیوالو او سیمه ییزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .

دایران اسلامی جمهوریت تل د فلسطین دمظلوم ملت ملاتړ کوی او د صهیونیسټ رژیم جنایتونه او نیواکګرۍ یې غندلی ده او غندی یې .

د ایران داسلامی جمهوریت اصولی دریځونه په تیره بیا دصهیونیسټ رژیم لخوا دفلسطین د ټاټوبی له  نیواک سره مخالفت د امریکا  او د اسرائیلو رژیم د مقاماتو د غوصې سبب شوی دی .

 

ټیګونه

Mar 07, 2018 05:42 Asia/Kabul
کمنټونه