• د اسلامی ټولنې وحدت د نبی مکرم (ص) د هویت په خپرولو کې دې

په نړۍ کې سل میلیونه سیدان دی چی پکې ۶ میلیونه په ایران ، ۷ میلیونه په مراکش ، ۲۸ میلیونه په یمن ، افغانستان او ملایشیا ، ۱۰ میلیونه په هندوستان اوپاکستان او دوه میلیونه سیدان هم په بنګلادیش کې ژوند کوی .

د اسلامی مذهبونو د تقریب د نړیوالې ټولنې عمومی منشی ایت ا... محسن اراکی نن  په تهران کې د شیعیانو او اهل سنتو د سیدانو په لومړنۍ ستره غونډه کې د اسلام د عظیم الشان بیغمبر حضرت محمد مصطفی ص ګرانه  حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام علیها  د غوره انسانانو بیلګه وبلله او زیاته یې کړه چی انسانان  په ټولو وختونو کې د بدلونو منشا ګرځیدلی شی ځکه چی اسلامی ټولنه ډیر ستر پوهان لری . ښاغلی اراکی وویل  د حضرت فاطمه الزهرا سلام علیها اولاد ، نړیوالو ته د رسول ا... مبارک د هویت د خپرویو لپاره بهترینه زمینه  دی او د اسلامی ټولنې وحدت هم د دغه هویت په خپرولو کې دې .

د اسلامی مذهبونو د تقریب د ټولنې اجتماعی مرستیال محمد ناظمی اردکانی هم وویل په  دغه غونډه کې د اسټریا ، ترکیې ، افغانستان  او میانمار هیوادونو شپږ استازی ویناوې کوی  او له ۲۲ غوره سیدانو ستاینه کیږی . هغه همداراز د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د سیدانو د نفوسو په اړه وویل په نړۍ کې سل میلیونه سیدان دی چی پکې ۶ میلیونه په ایران ، ۷ میلیونه په مراکش ، ۲۸ میلیونه په یمن ، افغانستان او ملایشیا ، ۱۰ میلیونه په هندوستان اوپاکستان او دوه میلیونه سیدان هم په  بنګلادیش کې ژوند کوی .

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 12:49 Asia/Kabul
کمنټونه