• معظم رهبر: په سيمه کښې د ايران موجودګي له امريکې او اروپا سره هيڅ تلعق نه لري

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل: په داسې حال کښې چې امريکه په هر ځاے کښې مفسدانه او فتنه ګرانه موجودګي لري، په مرتبه توګه په سيمه کښې د ايران د موجودګۍ په باره کښې شک او شبهې راپېدا کوي.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي نن د حضرت صديقه کبری فاطمه زهرا (س) د نېکمرغه ولادت په درشل کښې د اهلبېتو عليهم السلام د زرګونو شاعرانو او مدح خوانو په کتنه کښې د ايران سيمه ايز شتون سره په مخالفت کښې د امريکائي او اروپائي چارواکو د وېناو په ځواب کښې واضحه کړه: آيا مونږ پکار دي په سيمه کښې د خپل موجوديت لپاره له امريکې اجازه واخلو؟ دوي دا خبره په ګوته کړه چې د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه کښې د شتون لپاره پکار د سيمې له حکومتونو سره مذاکرې او خبرې اترې وکړي نه له امريکايانو سره؟ او که هر کله مو وغوښتل چې په امريکه کښې موجوديت پېدا کړو نو بيا به له تاسو سره خبرې اترې کوو.

دوي په سيمه کښې د شتون په باره کښې له ايران سره خبرو اترو ته د ګروهنې په اړه اروپائي چارواکو ته په ځواب کښې هم يو ځل بيا په دې ټکې باندې تاکيد وکړ او وې وفرمايل: دا مسئله له تاسو سره څه تعلق لري؟

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ:د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې له ملتونو سره خبرې اترې کوي او ټاکلې يې ده چې لا هم مخکې لاړ شي او لا نور زيات مخکې لاړ شي.

دوي په دوام کښې د ايران د ملت په خلاف د دښمنانو څلوېښت کاله په متواتره توګه او بې مثاله دسيسه او په عېن حال کښې د اسلامي انقلاب د شجره طيبه مخ په په زياتېدو ترقي او پرمختګ د الهي مهربانۍ نښه او د وياړ سبب وبلله او واضحه يې کړه: د ايران دښمنان له تېرو څو مياشتو راهسې په فکري مرکزونو کښې غونډيږي او د کال د وروستيو دريومياشتو لپاره يې پلاننګ وکړ چې په خپل خيال د اسلامي جمهوريت کار تمام کړي.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د لويديځوالو په وېناو کښې د «جنسيتي انصاف» په شان مسائلو مطرح کول يوه ظاهري چاره او له حقيقته لرې مسئله وبلله او په دې وروستيو مياشتو کښې د اداري مسائلو په دوران کښې له ناوړې استفادې او تشدد سره د ګڼ شمېر  لويديځو چارواکو ښځو مخامخېدنې ته په اشارې سره وفرمايل: اسلام د حجاب او پردې په ذريعې سره د انحراف د دغې چارې مخې ته ور تړلے دے، نو ځکه اسلامي حجاب او پرده د ښځو د تحفظ وسيله ده.

دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د ښځو د تشخصي او کلتوري خپلواکۍ بېرغ د ايراني ښځو په لاسو کښې دے زياته کړه: ايراني ښځو د حجاب په ساتنې سره خپل تشخصي او کلتوري خپلواکي دنيا ته صادره کړې او دا نوې خبره اعلانوي چې ښځې کولې شي د حجاب او پاک لمنۍ په ساتنې او د پرديو سړيو له ناوړې استفادې او زياتې غوښتنې څخه په مخنيوي سره په اجتماعي مېدانونو کښې فعاله او موثره شتون ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په هغو کسانو باندې په نيوکې سره چې د کورنۍ د  مرکز سپکاوے کوي او داسې ښودنه کوي چې جنسيتي انصاف يعنې په هر ډګر کښې چې سړي شتون لري ښځې هم شتون ولري، دا کار له ښځو او د هغوي له حرمت او شخصيت سره خيانت وبلۀ او تاکيد يې وکړ: ښځه محترمه ده او هيڅوک په اجتماعي او د سائېنس او علم د زدکړو او د مسئوليت او ذمه وارۍ په حاصلولو کښې د هغې د شتون مخالف نه دے.

دوي زياته کړه: دا د اسلامي انقلاب هنر دے چې نن ايراني ښځې د ډېرو غوره سائنسدانانو، دانشورانو او کلتوري شخصيتونو برخه دي، ځکه چې له انقلاب مخکې داسې نه وه او په سائېنسي، علمي او کلتوري برخو کښې د لوړې درجې د ښځو شمېر ډېر محدود ؤ.

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 18:41 Asia/Kabul
کمنټونه