• د سپاه عمومي قوماندان: دښمنان د ايران د ملت په خلاف له خباثت او دسيسې څخه يوه شېبه لاس نه اخلي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وويل: دښمنان چې تل يې له اسلامي انقلاب سره په مقابله کښې له حقارته ډکې ماتې خوړلي دي د ايران د ملت په خلاف له خباثت او دسيسې څخه يوه شېبه لاس نه اخلي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان جنرل محمد علي جعفري نن د تهران د وروستيو بلوو د يو شهيد محمد حسين حداديان په کور کښې وويل: دسيسه ګران پکار دی پوه شي چې د دې خاورې عزتمن او قدرمن ځوانان به اجازه ورنکړي چې د ايران د ملت امنيت، عزت او سرلوړي زيانمنه کړي او د هغوي په مقابل کښې به په پرېکنده توګه ټينګ اودريږي.

جنرل پاسدار جعفري د اسلامي انقلاب، مقدسې دفاع او د حرم د مدافعو لوړ رتبه شهيدانو د ياد او خاطرې په نمانځنې سره د ايران نننے امنيت د اسلامي ايران د شهيدانو د وينې او غېرتمنو ځوانانو د مقاومت او ټينګ اودرېدنې نتيجه وبلله.

د تهران يو بسيجي ځوان شهيد محمد حسين حداديان د تېرې فرورۍ په نولسمه نېټه د تهران په پاسداران نومې سړک کښې د بلوه ګرو په لاس په شهادت ورسېد.

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 19:21 Asia/Kabul
کمنټونه