• د حضرت فاطمه زهرا (س) د ولادت د کليزې په رارسېدو ټولوته مبارکي وايوو

سبا د جُمعې مبارکه ورځ د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې شلمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمنې لور بي بي فاطمه زهرا (س) د ولادت له کليزې سره سمون خوري.

حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) له هجرته اته کاله مخکې د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په شلمه نېټه دنيا ته تشريف راوړۀ.

دغه قدرمنه مېرمن له ماشومتوبه د وحي په کور کښې او د خپل پلار او د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په لارښونو سره د کمال، علم او فضيلت لوړ مقام ته ورسېده.

دغه قدرمن مېرمن همدارنګ د نړۍ د شيعه مسلمانانو د وړومبي امام حضرت امام علي (ع) له صفا او خلوصه په ډک کور کښې په ډېره غوره توګه د ښځولۍ او مورولۍ دندې ترسره کړې او د امام حسن (ع) ، امام حسين (ع) او بي بي زينب (س) په شان ستر او تقوادار انسانان يې په خپله پاکه لمن کښې وروزل.

حضرت فاطمه زهرا (س) د ژوند په ټولو اړخونو کښې دنړۍ د ښځو لپاره نمونه ګڼلې کيږي او د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د دغې پاکې بي بي  د ولادت ورځ  چې د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي حضرت امام خميني (رح) د ولادت له کليزې سره هم سمون خوري د مور او ښځې ورځ په توګه نومولې شوې ده او په دغه ورځ د اسلامي ايران په مختلفو ښارونو په تېره بيا په مشهد مقدس ښار کښې د امام رضا (ع) په پاک حرم او په قم مقدس ښار کښې د بي بي فاطمه معصومې (س) په پاک دربار کښې او نورو ځايونو کښې په ډېر عقيدتي شان او شوکت سره نمانځل کيږي او جشنونه جوړيږي.

مونږ د دغې نېکمرغې ورځې په رارسېدو د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غوښتونکو او پتياليو انسانانو ته د زړۀ له کومې مبارکي وايوو.

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 20:17 Asia/Kabul
کمنټونه