• داسلامی ایران وسلوال ځواک به هرګواښ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی

سردار دهقان د مقاومت دچورلیز په حوزې کې داسلامی ایران بریالیتوبونو ته هم اشاره وکړه او زیاته ئې کړه . د داعش د تنظیم په عنوان سره هیڅ شی پاتې نه دی ، او دعراق اوسورئې پوځونو او ولسی ځواکونو دایران په سلاکارۍ اوملګرتیا سره ، توانیدلی ، سیمه د داعشی تکفیریانو له سپیرۀ وجوده پاکه کړی .

زمونږخبریال  راپورراکړ  داسلامی ایران  وسلوال ځواک  او ددفاعی صنائعو  په حوزې کې  د درستو قواؤ  د کمانډر انچیف  سلاکار  سردار حسین دهقان  نن  په یولړ څرګندونو کې  وئیلی ، دښمن  داسلامی ایران په ضد  له هیڅ اقدامه ډډه نه ده کړې ، له دې امله    داسلامی ایران وسله وال پوځ به   دخپلو اړتیا وړ هغو تجهیزاتو او  مهماتو  دتامینولو په زمینې کې  چې   د دښمن له پروګرامونوسره دمقابلې لپاره  ئې اړتیا لری ،دفاعی سوئې ته رسیدلی دی .  

 هغه  د درستو قواؤ دکمانډراینچیف وجود  د وسلوال ځواک  د قوت  خورا مهم ټکی  وبالۀ او  زیاته ئې کړه ،  د وسله وال  ځواک د  قدرت اصلی  مرکز  دایران   پوه اوځیر ملت دی  چې  خپل  دښمن پیژنی ،  دهغو دسیسو باندې پوهیږی  او  په موقعې  د هغوی د دسیسو په مقابل  کې  ډګر ته  دانګی . 

 سردار دهقان   د مقاومت  دچورلیز په حوزې کې  داسلامی ایران  بریالیتوبونو ته هم اشاره وکړه او زیاته ئې کړه .  د داعش  د تنظیم  په عنوان سره  هیڅ شی  پاتې نه دی ، او   دعراق   اوسورئې پوځونو او ولسی ځواکونو   دایران په سلاکارۍ اوملګرتیا سره ، توانیدلی ، سیمه د داعشی تکفیریانو له سپیرۀ وجوده پاکه کړی .  سردار دهقان همداراز  له داعش  سره د مقابلې په زمینې کې  د امریکا ،اسرائیلو اوعربستان  ادعا تش دروغ وبلل او  وې وئیل ،   له دغې ترهه ګرې ډلې سره   دمقابلې په زمینې کې  دهغوی  له ټولو  ادعاګانو اوڅرګندونو سره سره ،  هغه څه چې  د درستو ملتونو لپاره ثابت شوی ،  دا وو ،  دوی کله  چې   داعش په تنګڅې  کې  ورغی ، نو  له هغوی سره  ئې مرستې وکړې ، خو بیا هم  له داعشیانو سره د مبارزې  ډنډورې وهی.      

 

Mar 18, 2018 15:10 Asia/Kabul
کمنټونه