• د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب: په سوريې حملې د امريکايانو د وحشي موجوديت ښودنه وکړه

د تهران د جُمعې موقته امام، په سوريې د امريکې حمله د ټولو نړيوالو قوانينو په خلاف وبلله او وې ويل: امريکې په دغه تيري سره خپل وحشي اصليت او موجوديت دنيا ته په ډاګه کړ.

حجت الاسلام کاظم صديقي د تهران د دې هفتې د جُمعې د نمانځه په خطبو کښې د دې په بيانولو سره چې امريکايان او د سلطې نړۍ يوازې د زور په ژبه پوهيږي زياته کړه، امريکه په سيمه کښې د داعش د تکفيري ترهه ګرې ډلې د رامنځته کولو د دسيسې په مقابل کښې د مقاومت د محور کاميابۍ په قهر کړې ده.

په سوريې باندې توغنده اي حملو د هغوي لپاره څه نتيجه ونه لرله او امريکايانو تر اوسه په سيمه کښې په خپلو ټولو اهدافو او مقاصدو کښې ماتې خوړلې ده.

حجت الاسلام کاظم صديقي همدارنګ له تل ابيبه بيت المقدس ته د خپل هېواد د سفارت د وړلو په اړه د امريکې د ولسمشر تحريکونکي اقدام په غندلو سره واضحه کړه، په دغه اقدام سره ټول فلسطينيان راپاڅېدل چې دا موضوع د فلسطيني ملت د قوت ښودنه کوي.

هغه همدارنګ د ستنېدنې د حق نومې ستر لاريون کښې په فلسطينيانو د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو حملې ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې د صهيونېسټي ماشومان وژونکي رژيم جنايت به د دغه رژيم مخ په زوال حرکت لا ګړندے کړي.

 

Apr 20, 2018 14:37 Asia/Kabul
کمنټونه