• جنرل سلامی: د ايران د سپاه مېړني د اسلامي امت د مصيبت په وړاندې ډال شول

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان جانشين وويل: د ايران د پاسدارانو د لښکر مېړني له هغې ورځې چې د جهاد جامې يې په تن کړې د اسلامي امت د مصيبتونو په وړاندې ډال شول.

جنرل حسين سلامي د تهران د دې هفتې د جُمعې د نمانځه له خطبو نه مخکې په خپله وېنا کښې د امام حسين (ع) د ولادت د کليزې او د پاسدار د ورځې په مناسبت په مبارکۍ ويلو سره وويل: د نړۍ د شيعه ؤ د دريم امام حضرت امام حسين (ع) د عاشورې غورځنګ ټولو ته ورزده کړه چې د مسلمانانو د نجات او نېکمرغۍ يوازېنۍ لار د جهاد لار ده او له ظالمانو سره جنګ هيڅ حد او پوله نه پېژني.

د سپاه د عمومي قوماندان جانشنين واضحه کړه، ايران به د ګواښونو په وړاندې له مظومانو او مستضعفانو څخه له دفاع نه لاس وانخلي او دښمنان به د ايران د بې وسلې کولو آرمان قبر ته يوسي.

جنرل سلامي همدارنګ د دې په بيانولو سره چې امريکايان په سوريې کښې هيڅ پاليسي او سياست نه لري او د سيمې د سياستونو ترڅنګه رغلي دي په ډاګه کړه، په سوريې څو ورځې مخکې د امريکې حمله يو لړ ړاندۀ، د ټوکو او خندونکي عمليات وو.

هغه صهيونېسټانو ته په خطاب کښې تاکيد وکړ، تاسو د تېښتې لار نه لرئ او د مقاومت محاذ له مخکې نه زيات طاقتور دے او هر جنګ چې رامنځته شي د صهيونېسټانو تباهي به په نتيجه کښې ولري.

 

ټیګونه

Apr 20, 2018 15:40 Asia/Kabul
کمنټونه