• که په ایران یو توغندی وولی نوپه لسو توغندیوسره به ځواب ووینی

داسلامی انقلاب معظم لا رښود له مظلومو ملتونو څخه ملاتړ او نړیوال عدالت غوښتنه داسلامی جمهوری نظام دقوت یو ټکی وبالهّ او روښانه ئې کړه ، په داسې حال کې چې د وحشی صهونیسټی رژیم په مقابل کې دفلسطین له مظلوم ملت او دمقاومت له خواکه ملاتړ او دغه راز دسیمې د هیوادونو له خپلوااکۍ او مځکنۍ بشپړتیا دفاع ، دایران داسلامی جمهوریت لپاره دعزت اوعظمت نښه ده ،

داسلامی انقلاب معظم لا رښود حضرت ایت ا... العظمی سید  علی خامنه ای  پرون  مازدیګر  دحضرت امام خمینی  د نهه دیرشم تلین په ولوناکو د ستورو کېې  دلسګونو زره  ویرجنو مینه والو په ټول کې د جامعې ایټمی موافقې په باب  له ایران سره د  اروپایی هیوادونو مذاکراتو ته په اشارې سره وفرمائیل  دایران ولس او دولت   ایټمی بندیزونه او پابندۍ نه منی او د ایټمی موافقې په هکله د دښمنانو پریشان خوبونه به  پوره نه شی.

د رهبرۍ ستر  مقام  د ایران د ایټمی انرجۍادارې  ته دنده وسپارله چې  له سبا  د ایټمی موافقې په چوکاټ کې   یو لک نوی زره سو ته د رسیدلو لپاره لازمې تیاریانې وکړی .

د رهبرۍ ستر  مقام زیاته کړه هغه څه چې نن یې دښمن د اسلامی  ایران په خلاف  کوی د قدرت نښه نه  بلکې د ایران د ترقۍ عظمت او  مقاومت  په وجه دی او دوی  داسلامی ایران دپرمختګ ،پیاوړتیا او ځلا له امله لالهانده او  سربداله شوی دی

ایت ا...العظمی سید علی خامنه ای په دې بیان سره چې توغندویی  طاقت  د ایران دفاعی ټکی دی وویل  دډول ډول توغندیو جوړول او توغندوی طاقت په ایران کې د امنیت د راتللو سبب کیږی.

 

 دوی همداراز د قدس ورځې ته په اشارې سره وویل چې سږ کال به د قدس ورځ تر هر کال زیاته په برم سره ترسره شی.

داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائیل ، دځینو اروپائی حکومتونو له خبرو داسې معلومیږی چې د وی توقع لری ، ګواکې  دایران ملت  هم بندیزونه وزغمی او هم له  خپلو ایټمی فعالیتونو  چې  د هیواد د راتلونکی  بشپړ ضرورت دی ،  لاس په سر شی ،  او همدغه محدودیتونو ته دوام ورکړی ،خو دوی دې پوه شی ، چې  دغه پریشان اوسربداله خوبونه به ئې پوره نه شی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د ایران دتوغندوی توان په باب  هم ددې خبرې په کولو سره چې  توغندوی  توانمنۍ   دهیواد د امنیت  د قوت اوزمینه جوړونکی  یو ټکی دی  وفرمائیل ،  په دې دلیل    دتپلی جنګ  جنګ په دوران کې چې  مونږ  دفاعی  وسلې اوتوغندوی توان نه درلود، له سرحدی ښارونو رانیولې تر تهران پورې ښارونه شپه او ورځ  د توغندیو  له غورا او  تباهۍ  سره مخ وو  او مونږ هیڅ نه شول کولی ، خو اوس  دخپلو ځوانو متخصصانو  په زیار او همت سره  مونږ  د سیمې  د توغندوی توان  پخ لومړنی لرونکو بدل شوی   یوو او دښمن  پوهیږی ، چې له  که یو توغندی وولی ،نوپه لسو توغندیو سره به ځواب وینی  .

دوی روښانه کړې ،دښمنانو    د نفسیاتی  عملیاتو  او پروپیګنډو  ته په مخه کولو سره  دې ته مخه کړې ، چې دوی هڅه کوی ،څو د دوی  په نفسیاتی جنګ سره ،مونږ له خپل ملی اقتدار او  د قوت له ټکو لاس په سر شو،څو پردی ، په آسانۍ سره  د  مونږ پر هیواد ،ملت او برخلیک  مسلط شی ، خو  دایران  ملت  د دغه خوځښت په مقابل کې  کلک دریدلی دی.

داسلامی انقلاب معظم لا رښود له مظلومو ملتونو  څخه ملاتړ او  نړیوال عدالت غوښتنه    داسلامی جمهوری نظام  دقوت یو ټکی وبالهّ  او  روښانه ئې کړه ،  په داسې حال کې چې د وحشی صهونیسټی رژیم په مقابل کې  دفلسطین له مظلوم ملت او  دمقاومت له خواکه ملاتړ او دغه راز  دسیمې د هیوادونو  له خپلوااکۍ او مځکنۍ بشپړتیا  دفاع  ، دایران داسلامی جمهوریت لپاره دعزت اوعظمت   نښه ده ،  دښمن هڅه کوی  څو  دغه کار   په سیمې کې دایران  دلاسوهنې په عنوان سره  یوه جنجال رامینځةکونکی  موضوع باندې بدل کړی ،  خو هیڅ به په لاس ورنشی . داسلامی  انقلاب معظم لارښود  دغه راز پخپلې وینا کې  په دګر کې  دایران د میړنی ملت هر وخت شتون  ډیر مهم وبالّۀ او  دراتلونکی  جمعې په ورځ ئې  دقدس  دنړیوالې ورځې   پرتمینې اوولوناکې نمانځنې   ته په اشارې سره  وفرمائیل ؛  دخدای په فضل او  مهربانۍ سره  به  دتیروکلونو په نسبت  سږکال  دقدس په نړیوالې ورځې  د یوم ا... په موقعې   دخلکو ولولناک شتون  او ځوږ   په برکت سره   دغه  ورځ  لازیات پرتم او قدرت سره  ولمانځل شی .

 دا په د اسې حال کې دی ، چې الجزیره  ، المیادین، العالم، الاتجاه، پرس ټی وی او المنار او داسې نورو ډیرو زیاتو نړیوالو چینلونو  د خپلو پروګرامونو په غوڅولو سره نیغ په نیغه د رهبرۍ د ستر مقام وینا خپره کړه.

د نړۍ تر درو سوو زیات خبریالان  دحضرت اما م خمینی  دتلین په دستورو کې  د رهبرۍ د ستر  مقام د ویناو  انعکاس ته راغلې وو.

 

Jun 05, 2018 05:17 Asia/Kabul
کمنټونه