• د تهران د جمعې خطيب: د ايران په خلاف د امريکې بنديزونه به د ټرمپ د رسوائۍ سبب شي

د تهران د جُمعې موقته امام د ايران په خلاف د امريکې احتمالي بنديزونو ته په اشارې سره وويل: د دغوبائيکاټونو نتيجه به د امريکې او خپله د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره رسوائي وګرځي.

آيت ا... محمد علي موحدي کرماني د تهران د دې هفتې د جُمعې د نمانځه په خطبو کښې د دې په ويلو سره چې د امريکې په مشرۍ مستکبران اسلامي انقلاب ته د زيان رسولو لپاره له ټولو وسائلو او سازوسامانونو استفاده کوي وويل: دښمنان په  هم دغو وسيلو سره چې په يمن، فلسطين او د سيمې په نورو مظلومو هېوادونو کښې پرې جنايتونه کوي تباه شي.

آيت ا... موحدي کرماني د نړيوال استکبار د دسيسو په وړاندې د هوښيارۍ په لازموالي باندې په تاکيد سره زياته کړه، امريکه يوازې د خپلو ګټو د پوره کولو په لټه کښې ده او هغه ژمنه او تړون چې يې تړي هيڅکله پرې پابنده نه ده.

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب همدارنګ د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرتي ضدو سياستونو اجرا ته په اشارې سره وويل، د ټرمپ او د امريکې د چارواکو هاهيت ظلم، ستم او جنايت دے.

د امريکې حکومت د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرتي ضدو سياستونو په اجرا کښې د مهاجرو کورنيو له دوه زرو درې سوو نه زيات ماشومان له مور پلاره جدا کړي دي.

 

Jun 22, 2018 14:47 Asia/Kabul
کمنټونه