•    دایران فټ بال ټیم په نړیوال جام کې خوراښه دفاعی ټیم وګرځید

دفټ بال لوبو د نړیوالو فیډریشن(فیفا) سایټ پرون د روسیې د ۲۰۱۸کال د فټ بال دنړیوالو لوبو په توضیح کې دلومړنۍ مرحلې تر پای پورې پورې د دغه جام د ترټولو د غوره شوو په راپور کې وئیلی دی ، دایران دفټ بال ملی تیم ، د غونډسکې د یوسل نه څلویښتو شوټونو په دفاع کولو سره په دفاع کې د دغه نړیوال جام د تر ټولو برلاسه ټیم په توګه معرفی شو .

 د دغه راپور په اساس  د  جرمنی   دفټ بال ملی لوبډله  د مقابل  لوری په ضد په ۲۵۲ حملو سره  تر ټولو غوره  شوټ ویونکی ، اسپانیا هم  په دوه زره   نهه اتیا پاسونو  سره بهترین ټیم  او دغه راز  بیلجیم ملی لوبډله هم   په نهو ګولونو کولو سره  د ۲۰۱۸کال  دنړیوال جام  غوره ټیمونه اعلان شوی دی .

 همداراز  د ا یران د  داؤر انو  یا  ریفریانو   په ډلې کې هم علی رضا فغانی تر دې دمه  په دغه نړیوالو لوبو کې د ریفریتوب  دوهمه غوره روتبه ګټلې ده .

 دایران دفټ بال ملی لوبډلې  په لومړنۍ مرحلې کې   مراکش ته په یو ګول ورکولو، له اسپانیا په یو ګول خوړلو او  له پرتګال سره  د یوه یوه ګول په برابرولو سره   له تمې هم ډیره ښه لوبه نندارې ته په وړاندې کولو سره  له دغه نړیوال  جام سره  خدای په آمانی کړې ده .

 

Jun 30, 2018 05:17 Asia/Kabul
کمنټونه