•  روسیه به  د امریکا په شمول له هیڅ هیواد سره په خبرو کښې د ایران په هکله معامله ونکړي .
    روسیه به د امریکا په شمول له هیڅ هیواد سره په خبرو کښې د ایران په هکله معامله ونکړي .

زمونږ خبریال وایی دروسیې د ډله ایزو ارتباطاتو ،مخابراتو او د ډیجیټیال پراختیا د وزیر مرستیال الیکسی ولین (Alexey Volin) ټینګار وکړ روسیه به د امریکا په شمول له هیڅ هیواد سره په خبرو کښې د ایران په هکله معامله ونکړی .

هغه چې د روسیې د مطرحو رسنیو داستازیو دیوه(۱) پلاوی په مشر تهران ته راغلی دی پرون مازیګر د ایرنا خبری اژانس د دفتر دکتنې په وخت له دغه خبری اژانس سره په مرکه کښې د ایران او د روسیې داړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

د روسیې دغه چارواکی د  کریمه(Crimea) ټاپو په سر د خپل هیواد پرضد د امریکا او د اروپایی اتحادیې د بایکاټونو دوام ته اشاره وکړه او ویې ویل دغه بایکاټونه  نه یوازې زمونږ لپاره محدودیت نه رامینځته کوی بلکې له هغو به له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د خپلو داخلی تولیداتو د پیاوړی کولو لپاره دیوه(۱) فرصت په توګه استفاده وکړو .

 

Jul 12, 2018 04:20 Asia/Kabul
کمنټونه