• د روسیی له ؤلس مشر سره د ولایتی لیدنه

په نړیوالو چارو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار، د     معظم لارښود، او د ایران د ؤلس مشر پیغام، د روسیی ؤلس مشر« ولادیمیر پوتین » ته وسپاره.

علی اکبر ولایتی، نن پنجشنبه؛ د مسکو په« نوو آګاریووا » په سیمه کی، له« ولادیمیر پوتین » سره کتلی، او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود شفاهی پیغام، او د ایران د ؤلس مشر« حسن روحانی » کتبی پیغام یی هغه ته وسپاره.

په نړیوالو چارو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار، د چهار شنبی په ورځ د یو لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ، د روسیی پایتخت« مسکو » ته ورسید.

ولایتی؛ مسکو ته له رسیدو وروسته، د ایران او روسیی ډیرو مهمو او ستراتژیکو اړیکو ته په اشارې سره وویل: د تیرو کلونو په اوږدو کی، د تهران او مسکو دوه اړخیزی؛ سیمه ایزی او نړیوالی اړیکې، مخ په پراختیا وی.  

ټاکل شوې ده؛ په نړیوالو چارو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار، د روسیی له یو شمیر نورو مقامونو سره وګوری،

اود والدای« Valdai » په مؤسسه کی وینا وکړی.

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 14:34 Asia/Kabul
کمنټونه