• قاسمي: د ايران له توغنده اي پروګرام څخه د نېټو اندېښنه بې بنياده ده

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د نېټو د غړيو هېوادونو د سرمشريزې غونډې د بيانيې په ردعمل کښې وويل: د ايران د توغنده اي پروګرام په باره کښې د نېټو بې ځايه اندېښنې به د خپلو توغنده اي دفاعي توان او پروګرام په ساتنه، پراختيا او مضبوطيه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په سياستونو څه تاثير ونه کړي.

د نېټو د غړيو هېوادونو مشرانود خپلې پرونۍ غونډې په بيانيه کښې د ايران د سيمه اقداماتو او توغنده اي پروګرام په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

بهرام قاسمي نن وويل: د نېټو غړي هېوادونه چې بې له شکه په خپلو ژمنو باندې د ايران د پابندۍ او اقداماتو په اړه د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د بيا بيا او پرله پسې رپوټونو څخه پوره اګاهي لري پکار دي د امريکائي چارواکو د خوشحالولو په ځاے د برجام په شمول په مختلفو موضوعاتو کښې په نړيوالو ژمنو باندې د خپل يو غړي نه پابندۍ ته اندېښمن شي.

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت توغنده اي پروګرام نه يوازې د 2231 پرېکړليک خلاف ورزي نه ده بلکه په کامله توګه متعارف او دفاعي دے او ايران هم د نړۍ  نورو ټولو خپلواکو هېوادونو په شان د خپل هېواد او ملت له ګټو څخه د دفاع لپاره د متعارف فوځي او دفاعي پروګرامونو د لرلو حق لري.

قاسمي په سيمه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د رول په اړه وويل: ايران تل له خپلو ګاونډيانو سره د سيمې د دننه ملګرتياو او خبرو اترو غوښتونکے ؤ او دے او له خپلو ګاونډيانو سره په هر شکل د خبرو اترو کولو لپاره له هيڅ فرصته ډډه نه کوي.

هغه په په آخر کښې زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت له دې مخکې چې د نېټو ځينې غړي هېوادونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د نمائشي او بې اثره ائتلافونو د جوړولو اقدام وکړي په بې امانه کوشش او هوښيارۍ سره له پالل شويو او صادراتي ترهه ګرو سره په مبارزه لاس پورې کړ  او بالاخره يې په سيمه کښې د داعش په شان خطرناکو ترهه ګرو ډلو د حاکميت ډ ټاټوبي په ختمولو کښې موثره رول ولوبوۀ په داسې حال کښې چې ترهه ګر له ځينو همدغو هېوادونو  څخه مېنځني ختيځ ته روان وو

 

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 20:48 Asia/Kabul
کمنټونه