• د ایران او افغانستان ریل پټلۍ سږکال اجرایی کیږی

د ایران د لاری او ښار جوړونی د وزیر مرستیال؛ د روان ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه پوری د خواف- هرات ریلی لاری په توګه، د ایران- افغانستان له ریل پټلۍ څخه د ګټی اخیستنی خبر ورکړ.

د ایرنا د راپور په اساس،« خیرالله خادمی » نن پنجشنبه، د ایران په خرم آباد کی دیته په اشارې سره، چی سږکال په ریلی برخه کی ۳۹۱ کیلو مټره نوې لاره ګټی اخیستنی ته چمتو کیږی، زیاته کړه: چی د ایران په شمال ختیځ کی، په خراسان رضوی ولایت کی د ایران په خاوره کی د شمتیغ تر پولی پوری د« هرات- خواف » د ریل پټلۍ د لمړی او دوهم لاین پرزی او قطعات، او د شمتیغ له سرحد څخه  په افغانستان کی د هرات ترښاره پوری، د دریم او څلورم لاین قطعی چمتو شوی دی.

د خواف- هرات د ریل پټلۍ جوړیدل، له ریلی لاری څخه د وریښمو لاری د فعالیدو، او د افغانستان له لارې له ایران سره د چین د نښلیدو سبب ګرځی.   

Jul 19, 2018 14:33 Asia/Kabul
کمنټونه