• ظريف: نړۍ نه غواړي د ايران په خلاف د امريکې بنديزونه عملي کړي

د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې نړۍ د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو عملي کولو ته ګروهنه نه لري وويل: نن مختلف هېوادونه کوشش کوي د دغو بنديزونو په وړاندې اودريږي.

محمد جواد ظريف پرون د خبريالانو په ټول کښې په دې باندې په تاکيد سره چې په امريکې اعتماد نه شي کېدې وويل: هم هغه اندازه چې له ايران سره د خبرو اترو لپاره د ډونالډ ټرمپ ادعا د پام لپاره څه ځاے نه لري په هم هغه اندازه په ايران باندې د دباو په اړه هم د امريکايانو ادعاګانې د پام وړ نه دي.

محمد جواد ظريف تاکيد وکړ، امريکايانو هيڅکله له ايران سره د خبرو اترو لپاره صداقت نه دے لرلے او له ايران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ وړانديز يو پروپېګنډه اي حرکت ؤ.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير واضحه کړه، يو دليل چې

ښودنه کوي ټرمپ د ايران له خلقو سره دښمني لري دا دے چې دامريکې ولسمشر وړومبنے بنديز چې د ايران په خلاف راستون کړ د الوتکو بنديز ؤ.

ظريف همدارنګ د برجام په اړه له اروپايانو سره د خبرو اترو او د هغو په کارونو چې تر اوسه اروپا ترسره کړي دي په باره کښې وويل: اروپايان پکار نه دي يوازې سياسي اراده څرګنده کړي بلکه پکار دي د برجام لپاره قيمت ادا کړي.

 

Aug 09, 2018 05:20 Asia/Kabul
کمنټونه