• امریکا دې د ایران له ولسه بخښنه وغواړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: امریکا باید په ایټمي موافقه کښې خپلو ژمنو ته ستنه شي او په رسمي توګه دې د ایران له ولس نه بخښنه وغواړي.

د ایرنا د خبر له مخې عبدالرضا رحماني فضلي پرون د ایران له ولس سره د امریکې څرګندې دښمنۍ او له ایټمي موافقې د دغه هیواد په یواړخیزه او غیرقانوني توګه وتلو ته په اشارې سره زیاته کړه: پر امریکايي چارواکو هیڅ اعتماد نشته او له دغه هیواد سره بیاوارې مذاکره له سره امکان نه لري.

هغه په عین حال کښې څرګنده کړه: له نړیوالې ایټمي موافقې د امریکې وتل او د امریکې له دغه چلند سره د ایران د ګاونډیو او د نړۍ د ډیرو هیوادونو ملګرتیا نه کولو د ایران د اسلامي جمهوریت د راتلونکو اقتصادي ملګرتیاؤ لپاره لا رڼه فضا رامینځټه کړه.

د ایران داخله وزیر په دې خبرې سره چې امریکايي چارواکي تل د ایران د اسلامي جمهوریت د کمزورې کولو په تکل کښې پاتې شوي دي، زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د څلویښتو کالو له تیریدو وروسته ایران د تیلو په بندیز نه شي ګواښل کیدی.

رحماني فضلي همداشان وویل: دښمن په پياوړي تبلیغاتي او رسندوي نظام سره په ایران کښې دننه د کشالې او ناامنۍ رامینځته کولو په لټه کښې دی څو یوه ډیره وړه کورنۍ ستونزه هم ستره وښايي.

 

ټیګونه

Aug 10, 2018 05:35 Asia/Kabul
کمنټونه