• چین یوځل بیا وویل چې د ایران خلاف یواړخیز بندیزونه نه مني

د چین د خارجه وزارت ویاند پرون د ایران خلاف د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره یوځل بیا د خپل هیواد پر مخالفت ټینګار وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې لو کانګ څرګنده کړه: بیجنګ تل د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.

چین له دې مخکښې هم ټینګار کړی و چې د ایران خلاف د امریکې یواړخیز بندیزونه به هیڅکله و نه مني.

اروپايي اتحادیې، روسیې، ترکیې او د نړۍ نورو ډیرو هیوادونو هم ویلي چې د امریکې د بندیزونو پيروي نه کوي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیرې دوشنبې په مازیګر په یو حکم کښې د ایران خلاف د دغه هیواد ځیني غیرقانوني بندیزونه یووار بیا ولګول.

 

Aug 11, 2018 07:27 Asia/Kabul
کمنټونه